Book Name:Ala Hazrat Aur Naiki Ki Dawat
خُلې نه اصلاحي جُمله واوريدله نو خفه نه شو بلکه خوشحاله شو او خپل قابل شاګرد ته ئې ډيرې دعاګانې اوکړې۔ ([1])
وہ جس کے زُہْد و تقویٰ کو سراہا شان والوں نے
کہا یُوں پیشواؤں نے ہمارا پیشوا تم ہو
حقیقت ہے ملے ہیں دین و ایماں آپ کے گھر سے
شریعت کے مُحافِظ اے شہِ احمد رضا تم ہو
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب ! صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو ! په دې کښې خو زمونږ د پاره يو دا سبق دے چې مونږ له هم پکار دي چې کله راته څوک څه ښه خبره اوکړي، مونږه پوهه کوي، غلطي راته په ګوته کوي يا د نيکئ دعوت راکوي نو په خوشحالئ سره د هغوئي خبره اومنو او خپله اصلاح اوکړو، دلته عموماً خلق خفه کيږي، د خپل عمر، منصب، عهدې يا حيثيت وغيره د نوم شاته پټيږي او د خپلې اصلاح نه محرومه پاتې کيږي۔ بعضې نادانه خو اصلاح کوونکي ته ردې بدې هم وائي چې خپل عمر ته خو لږ اوګوره ! تا ته لا د څه پته ده؟ اوسنے بچے ئې او زما د پوهه کولو د پاره راغلے ئې وغيره۔ داسې کَسانو ته د حوصلې نه کار اخستل پکار دي، د سرکارِ عالي وقار، مکي مدني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مبارک په زمانه کښې يو منافق وو، الله پاک د هغه د بدو صفتونو په بيان کښې اوفرمائيل:
وَ اِذَا قِیۡلَ لَہُ اتَّقِ اللّٰہَ اَخَذَتۡہُ الۡعِزَّۃُ بِالۡاِثۡمِ فَحَسۡبُہٗ جَہَنَّمُ ؕ وَ لَبِئۡسَ الۡمِہَادُ (۲۰۶) (پارہ :2 ، سورۂ بقرہ:206)
ترجمه کنزُ العرفان: او کله چې هغوئي ته اووئيلے شي چې د الله پاک نه ويريږئ نو هغوئي په ضد کښې نور هم ګناهونه کوي نو د داسې (کَسانو) د پاره دوزخ کافي دے او هغه ضرور ډير بد ځائے دے۔
په تفسيرِ صِراطُ الجِنان کښې د دې آيت د لاندې دي چې: د منافق يو علامت (نخښه) دا وي چې کله د هغه د پوهه کولو کوشش کولے شي نو هغه په خپله خبره باندې کلک اودريږي، د نورو خبره منل د ځان