Book Name:Ala Hazrat Aur Naiki Ki Dawat

چرې زمونږ په شان عام خلق داسې د جُمات امام يا خطيب صاحب منع کړي نو مسئلې جوړيدے شي۔ هسې هم که د ځان نه د مشرانو په يوه معامله کښې اصلاح کول وي نو ډير په حِکمت سره، ډير په اَدَب سره کولو کښې عقل مندي دي۔

خدایا ہو کرم ایسا، بجا دوں ان کی سُنّت کا               جہاں میں چار سُو ڈنکا، گدائے اعلیٰ حضرت ہوں

خُدا !  احمد رضا خاں کے، چلوں نقشِ قدم پر مَیں         عطا توفیق تُو فرما، گدائے اعلیٰ حضرت ہوں

صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب !     صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد

د اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه کمال حکمت

سيّدي اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به هم د خپلو مشرانو او عزت مندو شخصياتو اصلاح په کمال حکمت سره کوله۔ مارهره شريف د اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پير خانه ده، د هغه ځائے سجاده نَشِين حضرت مهدي حَسَن میا رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: زه چې به کله هم بريلي ته راتلم نو اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به زما د پاره پخپله خوراک راوړلو او لاس به ئې راله هم وينځل۔ يو ځل زه بريلي ته راغلم، ما د سرو زرو ګوتمه او رِنګونه (يعني د غمو نه بغير وړې شان ګوتمې مې) اچولې وې۔ د معمول مطابق چې کله اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه زما لاسونه وينځل نو اوئې فرمائيل: شهزاده حُضُور !  دا ګوتمه او رِنګونه ما له راکړئ !  ما ويستلې او ور مې کړې۔

بيا په بريلي شريف کښې د خپل کار پوره کولو نه پس چې کله  زه بمبئ ته لاړم۔ د بمبئ نه چې کله مارهره شريف ته واپس راغلم نو زما لور اووئيل !  بابا جانه !  د بريلي شريف مولانا صاحِب (يعني اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ) د خوا نه يو پارسل راغلے وو، په کوم کښې چې رِنګونه، د سرو زرو ګوتمه او يو خط وو، په خط کښې ليکلے شوي وو: شهزادګئ صاحبې !  دا دواړه کالي ستاسو دي۔ ([1])

غور اوکړئ !  سيّدي اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه څنګه په حِکمت سره د سجاده نشين اصلاح اوکړه۔ ضروري نه ده چې چا د سرو زرو ګوتمه اچولي وي، مونږ ئې ترې هم اوباسو او کور ته ئې ورله اوليږو، بس چې څنګه


 

 



[1]... حیاتِ  اعلیٰ حضرت،جلد:1 ،صفحہ:149بتغیر قلیل۔