Book Name:Ala Hazrat Aur Naiki Ki Dawat

اعلیٰ حضرت او د نيکئ د دعوت واقعات

د سیّدي اعلیٰ حضرت، امامِ اهلسنّت امام احمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يو ډير ښکلے صفت دا دے چې هغوئي د خپل وخت قُطبُ الاِرشاد وو۔ قُطب: د وِلايت يوه درجه ده، هغه ولئ کامِل کوم چې د طريقت په ټولو اړخونو جامِع (يعني پوره) وي، هغوئي ته قُطب وئيلے شي، قُطب د خپلې زمانې په ټولو اولياؤ کښې ځانګړي شان والا وي، هغوئي ته غَوث هم وئيلے شي۔ د اِرشاد معنٰی دہ: د نيکئ دعوت ورکول * د ګناه نه منع کول * د خلقو د عقيدو اِصلاح کول * د عملونو اِصلاح کول * په معاشره کښې د شته بديو سَمَوَل، دا هر څه د اِرشاد په ضِمن کښې راځي۔ اوس به د قُطبُ الاِرشَاد معنٰی جوړيږي: د خپلې زمانې د ټولو نه لوئي مُصلِحِ مِلَّت (د اُمَّت اِصلاح کوونکے)، د خپلې زمانې د اولياؤ سردار۔ ([1]) 

په يو سرحدي پُښتون چې څه تير شوي وو

علّامه اَرشَدُ القادري صاحِب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکي چې: يو ځلې د بريلي شريف په سټيشن باندې يو سرحدّي پښتون کوز شو، هغه د سټيشن سره نزدې په نُوري جُمات کښې د سحر لمونځ ادا کړو، د لمونځ نه پس په تلونکو لمونځ کوونکو کښې هغه يو کَس اودرولو او پوښتنه ئې ترې اوکړه: دلته مولانا احمد رضا خان صاحب نومې څوک بزرګ اوسيږي؟ که د هغوئي پته درسره وي نو ما ته ئې اوښائيئ !  لمونځ کوونکي اووئيل: آؤ جي !  د دې ځائے نه د دوه دريو ميلو په فاصله باندې سوداګران نومې يوه محله ده، مولانا احمد رضا خان صاحب هلته اوسيږي۔

سرحدي پښتون د پتې د پوښتنې نه پس پاڅيدلو چې يو لمونځ کوونکي هغه اودرولو او پوښتنه ئې ترې اوکړه: تاسو د کوم ځائے نه تشريف راوړے دے؟ پښتون اووئيل: زه د سرحد د قبائلي علاقې سره تعلق لرم۔ لمونځ کوونکي بيا پوښتنه اوکړه: د مولانا احمد رضا خان صاحب سره د څه د پاره ميلاويږې؟ په دې پوښتنه باندې د سرحدي پښتون جذبات راپار شول، حالت ئې بدل شو او په سترګو کښې ئې اوښکې راغلې، هغه په لمدو بانړو اووئيل: که دا پوښتنه نه کوې نو ښه به وي۔ پوښتنه کوونکے او نزدې ولاړ نور خلق ډير حيران شول چې دا د راز څه خبره ده، کومه چې دا وئيل نه غواړي۔ اوس د خلقو شوق زيات شو، د هغوئي په بيا بيا پوښتلو آخِر هغه سرحدي پښتون راز راښکاره کړو، اوئې وئيل: د تيرې جُمعې د ورځ خبره ده، زه د شپې اوده شوم، لا په کچه خوب ورغلے ووم چې ما يو خوب اوليدو، زه به د هغه خوب مزه چرې هم هيره نه کړم۔ واه !  زما خوش


 

 



[1]...فتوحات، جلد:3، صفحہ:297۔