Book Name:Ala Hazrat Aur Naiki Ki Dawat

حاضِر شو او ډير په تادئ ئې زر زر لمونځ اوکړو، د لمونځ نه چې فارغ شو نو د سرکارِ عالي وقار، مکي مدني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  په خِدمت کښې د سلام د پاره حاضِر شو، سرکارِ ذيشان، مکي مدني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  اوفرمائيل: اِرْجِعْ فَصَلِّ  فَاِنَّکَ لَمْ تُصَلِّ واپس لاړ شه، بيا لمونځ اوکړه، بے شکه تا لمونځ اونکړو۔

هغه کَس بيا هم هغه شان زر زر لمونځ اوکړو، بيا حاضِر شو، سرکارِ عالي وقار، مکي مدني تاجدار
 صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم   بيا هم هغه شان اوفرمائيل: واپس لاړ شه، بيا لمونځ اوکړه چې تا لمونځ اونکړو۔ هغه کَس بيا لمونځ اوکړو، بيا هغه شان ارشاد اوشو، آخِر ئې عرض اوکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  ! ما له هم داسې (لمونځ) راځي، تاسو ما ته د لمونځ صحيح طريقه اوښائيئ !  په دې باندې خوږ نبي، رسولِ هاشمي، مکي مدني صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  اوفرمائيل: رکوع او سجدې په قلاره کوه، د رکوع نه نيغ اودريږه او د دواړو سجدو په مينځ کښې نيغ کښينه۔ ([1])  

د بے لمانځانو د پاره د دوزخ ويرونکې وادي

اے عاشقانِ رَسُول !  د غور او فِکر ځائے دے، دا د هغه کَس حال دے څوک چې وخت اوباسي، خپل کار روزګار پريږدي او جُمات ته راځي، لمونځ کوي خو په قلاره قلاره په اطمينان سره ئې نه کوي، رکوع او سجدې پوره نه کوي۔ اوس لږ غور اوکړئ !  هغه نادان څوک چې په دنيا کښې مشغول وي، رکوع او سجدې پوره کول خو غټه خبره ده بالکل هډو جُمات ته راځي نه، لمونځونه هډو کوي نه، خپل رَبِّ کريم ته سر هډو ښکته کوي نه، د هغوئي د بد بختئ به څه حال وي۔۔۔ !  !  په 16 سيپاره، سورۀ مريم، 59 نمبر آيت کښې الله پاک فرمائي:

فَخَلَفَ مِنۡۢ بَعۡدِہِمۡ خَلۡفٌ اَضَاعُوا الصَّلٰوۃَ وَ اتَّبَعُوا الشَّہَوٰتِ فَسَوۡفَ یَلۡقَوۡنَ  غَیًّا (ۙ۵۹)  (پارہ:16 ،سورۂ مریم:59)

ترجمۀ کنزُ الايمان: نو د هغوئي نه پس د هغوئي په ځائے هغه نا لائقه خلق راغلل چا چې لمونځونه ضائع کړل او په خپلو خواهشونو پسې روان شول نو ډير زر به هغوئي د دوزخ ويرونکې وادي غَيّ بيامومي۔

معلومه شوه چې بے لمانځه د غَيّ حق دار دے، دا غَيّ څه څيز دے؟ خليفۀ اعلیٰ حضرت، مفتي امجد علي اعظمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې په وضاحت کښې فرمائي چې: غَيّ په دوزخ کښې يوه وادي ده، د کومې ګرمي او ژور


 

 



[1]... بخاری، کتاب الاذان، ،صفحہ :246 ،حدیث:757،ملفوظاتِ اعلیٰ حضرت، صفحہ: 291 بتغیر قلیل ۔