Book Name:Ala Hazrat Aur Naiki Ki Dawat

قمستي وه، څه ګورم چې د اوليائے کرامو او د آئِمۀ کرامو نوراني محفل راجوړ دے، په کوم کښې چې احمد رضا نومې يو بزرګ هم موجود دے، د دغې اوچتې مرتبې والا اوليائے کرامو په موجودګئ کښې د احمد رضا صاحِب په سر باندې د امامت دستار اوتړلے شو او هغوئي د قُطبُ الاِرشَاد په منصب باندې سرفراز کړے شول۔ زما په سترګو کښې اوسه پورې هغه نظاره محفوظه ده، بَس د هغې ورځې نه زه د احمد رضا په لټون کښې يم۔ ([1])

سُبْحٰنَ اللہ !  الله پاک دې زمونږه په اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه باندې کروړونه رحمتونه نازِل کړي۔ دا خو د يو کَس ګواهي ده، اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ !  د هغه وخت لوئي لوئي اوليائے کرامو ته دا هم معلومه وه او نورو ته به ئې هم دا وئيل چې اعلیٰ حضرت، امامِ اهلِسُنَّت امام احمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې وخت قُطبُ الاِرشاد دے۔

جانتے تھے تجھے قطب و اَبْدال سب                 کرتے تھے مجذوب و سالِک اَدَب

تیری چوکھٹ پہ خم اَہْلِ دِل کی جبیں                  سیدی مرشِدی، شاہ احمد رضا

صوفیِ باصَفا                 ہیں رضا ہیں رضا          صاحبِ اِتِّقا                ہیں رضا ہیں رضا

خوبرو خوش ادا             ہیں رضا ہیں رضا          دِلبر و دلربا                  ہیں رضا ہیں رضا

اعلیٰ حضرت د ماشومتوب نه مُبَلِّغ وو

د سيّدي اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پاک ژوند ته که اوکتلے شي نو معلوميږي چې په هغوئي کښې د نيکئ د دعوت ورکولو، د ګناه نه د منع کولو او د اُمَّت د اصلاح جذبه ډيره زياته وه۔ د هغوئي د ماشومتوب شريف واقعه مشهوره ده۔ يو ځل استاذ صاحب په مدرسه کښې ماشومانو ته سبق ښودلو، سيّدي اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هم په هغه ماشومانو کښې موجود وو او سبق ئې وئيلو، په دې کښې يو ماشوم کلاس ته راغلے، هغه استاذ صاحب ته سلام اوکړو، د استاذ صاحب د خُلې نه اووتل: کامياب شې دې اوريدو سره اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه حيران شو، د استاذ صاحب په خدمت کښې حاضر شو او عرض ئې اوکړو: اُستاذِ محترم !  د سلام په جواب کښې خو وَعَليکُمُ السَّلَام وئيل پکار دي۔

اُستاذ صاحب هم نيک انسان وو، هغه چې د ماشوم مُبَلِّغ يعني د سيّدي اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د


 

 



[1]... فیضانِ  اعلیٰ حضرت  ،صفحہ: 324 بتغیر۔