Book Name:Ala Hazrat Aur Naiki Ki Dawat

چرته هم يو، په حِکمت سره، د خپل وَس او اختيار مطابق بس د نيکئ دعوت ورکوو۔ الله پاک دې مونږ له توفيق راکړي۔  اٰمِيۡن بِجَاهِ النَّبِيِّ الۡاَمِيۡن صَلَّى اللّٰهُ عَلَيۡهِ وَاٰلِه وَسَلَّم

سُنّتوں کی کروں خوب خدمت                      ہر کسی کو دوں نیکی کی دعوت

نیک میں بھی بنوں اِلتجا ہے                        یاخدا  تجھ  سے  میری  دُعا  ہے([1])

صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب !     صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد

اعلیٰ حضرت ناڅاپه د نيکئ دعوت ورکړو

اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ !  زمونږه اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه کامِل مُبَلِّغ وو۔ د هغوئي ټول ژوند د اُمَّت په اصلاح کښې تير شو۔ که شپه وه، که ورځ، سفر وو که قيام، هغوئي د ليکلو، وئيلو، بيان په ذريعه، د خپل عمل په ذريعه بس د نيکئ دعوت عام کولو۔ تر دې پورې چې د نيکئ دعوت ورکول، د ګناه نه منع کول د اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د طبيعت حصه جوړه شوې وه۔ د سيّدي اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دويم سفرِ حج واقعه ده، اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د جُمعې لمونځ ادا کولو د پاره يو جُمات ته لاړلو، هلته خطيب صاحب په خطبه کښې يوه جُمله اووئيله کومه چې شرعي طور صحيح نه وه۔

نه خپل ښار، نه خپل ملک، بيا جُمات، ډير خلق، خطيب صاحب خطبه ورکوي، د خطيب هم يوه خپله دبدبه وي، په داسې حالت کښې خو د انسان په زړه کښې ويره راځي، بعضې وخت خو دا ويره هم شي چې که چرې په ډيرو خلقو کښې ئې اودرووم نو پته نه لګي چې خلق به زما سره څه کوي؟ خو قربان شم !  د اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه طبيعت مبارک څه داسې وو، ګناه ليدل او د هغې اصلاح نه کول هغوئي نه خوښول۔ چې څنګه خطيب صاحِب د شريعت خلاف جُمله اووئيله، د سيّدي اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د خُلې مبارکې نه په اوچت آواز ناڅاپه  اووتل: اَللّٰہُمَّ ہٰذَا مُنْکَر يا الله !  دا بد دي۔

د دې واقعې بيانولو نه پس اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: په حديثِ پاک کښې دي: څوک چې څه ګناه اوويني هغه دې په خپل لاس بدله کړي، که چرې د دې طاقت نه لرې نو په ژبه دې منع کړي، که چرې


 

 



[1]...وسائل بخشش، صفحہ:139 ۔