Book Name:Ala Hazrat Aur Naiki Ki Dawat

نِيَّتونه اوكړئ: مَثَلاً نِيَّت اوکړئ چې * د الله پاک د رضا د پاره به پوره بيان اورم. * د عِلمِ دِين د تعظيم [يعني ادب] په نِيَّت به بااَدبه كښينم * ښه په توجو به بيان اورم * څه چې واورم د هغې به د يادولو، پخپله پرې د عمل كولو او نورو ته د رَسَولو كوشش كووم.

صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب !     صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد

هغوئي مې د ماشومتوب نه د کمال نه ډک ليدلي دي

د سيّدي اعلیٰ حضرت، امامِ اهلِسُنَّت شاه امام احمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يو ګاؤنډي وو، د چا نوم چې محمد شاه خان وو۔ عام طور به خلقو هغوئي د حاجي مَنتَهن خان په نوم سره رابللو۔ د ده ډير جائيداد وو او په عمر کښې د اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه مشر وو۔

چې د انسان جائيداد وي، پيسې ورسره وي، بيا د ډير عمر هم وي نو د بعضې خلقو په طبيعت کښې تعصب، تکبر او د ځینو غرور راځي او دا يوه مُعَاشَرتي مُعامله ده چې خلق کوشش کوي چې د خپلو ګاؤنډيانو په مخکښې خپل ځان لږ ښه ښکاره کړي خو د اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې ډير جائيداد مالک، مشر ګاؤنډي حاجي محمد شاه څه عجيبه انداز وو۔ سيّد قناعت علي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي چې: يوه ورځ ما اوليدل چې حاجي محمد شاه د ډير جائيداد مالک په عمر کښې د مشرئ باوجود د اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په آستانه کښې جارو وهي۔ سيّد قناعت علي صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دا خبره خوښه نه کړه، زر رامخکښې شو او د هغه د لاسونو نه ئې د جارو اخستو کوشش اوکړو خو حاجي صاحب جارو ورنکړه او اوئې فرمائيل: ځويه !  زه په دې فخر کووم چې زه د خپل پير صاحب په آستانه کښې جارو وهم۔

سيّد قناعت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ډير حيران شو، هغوئي ته لا دا معلومه نه وه چې حاجي محمد شاه صاحب هم د اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مُرِيد دے۔ هغوئي چې ئې حيرانه اوليدل نو حاجي صاحب اوفرمائيل: زه په عمر کښې د اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه مشر يم، ما د دوئي ماشومتوب هم ليدلے دے، ځواني مې ئې هم ليدلې ده او اوس ئې په زيات عمر کښې هم وينم، ما چې دوئي په هر عمر کښې بے مثاله اوليدل، نو بيا مې ورله په لاس کښې لاس ورکړو، په زيات عمر کښې خو هر څوک بُزرګ شي خو اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مې د ماشومتوب نه ضربُ المثل