Book Name:Shab e Baraat kese Guzaren
اے عائشه! تا ته پته ده چې نن كومه شپه ده؟ ما عرض اوكړو: الله پاك او د هغه رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ښه پوهيږي. اوئې فرمائيل: دا د شعبان پينځلسمه شپه ده، په دې شپه الله پاك په خپلو بندګانو باندې د رحمت نظر كوي، بخښنه غوښتونكي بخښي او په رحم غوښتونکو باندې رحم كوي.[1]
يو ځل د شعبان پينځلسمه شپه راغله نو خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ټوله شپه لمُونځ کولو، تر دې پورې چې سحر شو، اُمُّ الْمُؤْمِنِیْن حضرت عائشه صِدِّيقه رَضِیَ اللهُ عَنْها فرمائي: ټوله شپه د لمَانځه ادا كولو له وجهې د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ښپې مباركې پړسيدلې وې، نو ما د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ښپو مباركو زور كولو سعادت حاصل كړو.[2]
كله به داسې هم كيدل چې خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د شعبان په پينځلسمه شپه اديرے ته تشريف وړلو او د خپل اُمَّت د پاره به ئې دُعاګانې كولې. په حديثِ پاك كښې دي: يو ځل خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د شعبان په پينځلسمه شپه جنَّتُ الْبَقِيْع ته تشريف يوړلواو هلته ئې د مسلمانانو نارينؤ، زنانؤ او شهيدانو د پاره د بخښنې دُعاګانې کولې.[3]
د براءت په شپه د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د نمسي معمول
د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د نمسي حضرت اِمام حَسَن رَضِیَ اللهُ عَنْهُ معمول وو چې هغوئي به د براءت شپه په دريو حِصّو كښې تقسيموله، د شپې په وړومبئ حِصّه کښې به ئې په خپل نيكه رَسُولِ اكرَم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندې دُرُود شريف لوستلو، دويمه حِصّه