Book Name:Shab e Baraat kese Guzaren
ځکه اهلِ سُنَّت له پكار دي چې څومره كيدے شي د 14 شَعْبَانُ المُعَظَّم د لمَر پريوتلو نه مخكښې مخكښې دِ په خپل مينځ کښې [صلح] صفائي اوکړي، د يو بل حقوق ورکړئ يا ئې مُعاف كړئ، چې اعمال نامه د الله پاك په بارګاه كښې د بندګانو د حقونو نه خالي پيش شي. اعلٰـى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مخکښې فرمائي: ټول مسلمانان دې پوهه كړے شي چې د الله پاك په بارګاه كښې نه صرف ژبې ته کتلے شي او نه هلته نفاق خوښ دے. ځکه روغه او مُعافـي په رښتيني زړه سره پکار ده.[1]
يعني مُعافـي غوښتلو والا دې په رښتينې زړه سره مُعافـي اوغواړي، صرف د خُلې وينا چې ”مُعاف مې كړه“ يا ”مُعافي غواړم“ كافـي نه دي، دغه شان مُعاف كوونكے دِ هم په رښتيني زړه سره مُعافي اوكړي، په زړه كښې د خِيري ساتلو سره صرف په ژبه وئيل چې مُعاف مې كړې، دا صحيح نه دي. مُعافـي غوښتونكي دِ هم په رښتينې زړه سره مُعافـي اوغواړي او مُعاف كوونكي دِ هم په رښتينې زړه سره مُعافي اوكړي.
(3) د زړه نه بُغض او كينه لرې كړئ!
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د رواياتو مطابق كوم بدنصيبه خلق چې د شَبِ براءَت په شان عظيمُ الشَّانه شپه كښې هم د مغفرت او بخښنې نه محرومه پاتې دي، په هغوئي كښې يو بُغض او كينه ساتلو والا هم دے. يعني كوم بنده چې په خپل زړه كښې د يو مسلمان ورور سره پټه دُښمني ساتي، د هغه د پاره هم په دې شپه د بخښنې نه د محرومه كيدو وعيد ده.