Book Name:Shab e Baraat kese Guzaren
په بركت مو [د اعمال نامې نه] ټول ګناهونه لرې شي، بلکه کاش چې ګناهونه مو په نيكو کښې بدل شي نو بيا خو به ډيرې مزے شي۔
ياد ساتئ! زمونږ خلق توبه ډير معمولي څيز ګنړي * بعضې خلق خپل رُخسارونه په قلاره قلاره شان اوټپوي او وائي: توبه! توبه! * بعضې خلق غوږونو او پوزې له لاس وروړي * بعضې خلق خپله ژبه په غاښونو كښې زور کړي او دوه درې ځله توبه توبه اووائي، دا توبه نه ده، د رښتينې توبے درې اركان دي: (1) په ګناه باندې په دې وجه پښيمانه كيدل چې دا د الله پاك نافرماني ده، مثلاً چا سُودي كاروبار اوکړو، نو په سودي كاروبار باندې د پښيمانه کيدو ډيرې وجهې كيدے شي: * چا د سود په لين دين کښې تاوان اوکړو نو ځکه پښيمانه شو * د سودي كاروبار په وجه ترينه د كور خلق يا دوستان ملګري خفه دي، په دې وجه پښيمانه شو، نو داسې پښيمانتيا د توبے د پاره كافـي نه ده بلكه د توبے د پاره ضروري ده چې سُود د الله پاك نافرماني اوګنړي او د الله پاك د عذاب نه د ويريدلو په وجه پښيمانه شي. (2) دويم ركن ئې دا دے چې بنده هغه ګناه سمدستي پريږدي، داسې نه چې ګناه هم كوي او توبه هم كوي، دا توبه نه ده بلكه مَعاذَ الله! ټوقې دي. د رښتينې توبے د پاره ضروري ده چې ګناه پريږدي، بيا توبه اوكړي (3) د رښتينې توبے دريم ركن دا دے چې بيا د هغې ګناه نه كولو پخه اراده اوكړي. دا درې اركان چې پوره شي نو دې ته رښتينې توبه وائي.
(2) د نورو نه مُعافِـي اوغواړئ
دويم ډير اهم كار دا دے چې د شَبِ براءَت راتلو نه مخكښې مخكښې په ځان پورې د بندګانو حقونه [په هغوئي] مُعاف كړئ. دا هم د توبے يوه حِصَّه ده، كه چا د يو بنده حق وهلے وي، نو ترڅو پورې چې ئې هغه بنده مُعاف نه كړي، تر هٰغه وخته پورې هغه نه