Book Name:Shab e Baraat kese Guzaren
كښې په ژبه يٰـسۤ شريف بلكه هيڅ هم نه وائي او دا مسئله ښه ياده ساتئ چه كله په اوچت اواز قرآن مجيد لوستلے كيږي، كوم خلق چه د اوريدو د پاره موجود وي په هغوئي دا فرضِ عين دي چه خاموشه اوسي او په غور سره ئې اوري. اِنْ شَآءَ الله تعالٰى د شپې د شروع كيدو نه مخكښې به د ثواب انبار جوړ شي. هر ځل د يٰـسۤ شريف نه وروسته ’’دُعائے نصفِ شَعبَان‘‘ هم لولئ.
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
د 20 قبول شوؤ حجونو او 20 كالو روژو ثواب
د مسلمانانو څلورم خليفه اَمِیْرُ الْمُؤْمِنِیْن، حضرت عَلِـىُّ المُرتَضٰى رَضِیَ اللهُ عَنْهُ فرمائي: شَبِ براءَت وو، ما اوليدل چې خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم لمُونځ كولو، هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم 14 ركعته لمُونځ اوكړو، لمَانځه نه د فارغيدو نه پس خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم كښيناستلو او 14 ځله ئې سورۀ فاتحه، 14 ځله ئې سورۀ اِخلاص (قُلْ ھُوَاللّٰہُ اَحَد)،14 ځله ئې سورۀ فَلَق (قُلْ اَعُوْذُ بِرَبِّ الْفَلَق)،14 ځله ئې سورۀ النَّاس (قُلْ اَعُوْذُ بِرَبِّ النَّاس) او يو ځل ئې آيةُ الْكُرْسِى او په آخره كښې ئې د دې آيتِ كريمه تلاوت اوفرمائىلو:
لَقَدْ جَآءَكُمْ رَسُوْلٌ مِّنْ اَنْفُسِكُمْ عَزِیْزٌ عَلَیْهِ مَا عَنِتُّمْ حَرِیْصٌ عَلَیْكُمْ بِالْمُؤْمِنِیْنَ رَءُوْفٌ رَّحِیْمٌ(۱۲۸)
(پارہ:11،سورۂ تَوْبَه:128)
[مفهوم] ترجمۂ کَنْز الايمان: بے شكه تاسو ته تشريف راوړو ستاسو نه هغه رسول چې ستاسو په مشقت كښې پريوتل په هغوئي باندې ګران دي، ستاسو ډير ښيګړه غوښتونکے دے، په مسلمانانو باندې مهربانه ډير مهربانه دے.
حضرت عَلِـىُّ المُرتَضٰى رَضِیَ اللهُ عَنْهُ فرمائي: چې كله خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فارغه شو نو ما ترينه د دې په باره كښې تپوس اوكړو نو اوئې فرمائىل: اے علـى! څوك چې