Shab e Baraat kese Guzaren

Book Name:Shab e Baraat kese Guzaren

خو مونږه پيژنو خو مَخْمُوْمُ الْقَلْب څوك دے؟ اوئې فرمائيل: هغه مُتَّقـي انسان چې هيڅ ګناه پرې نه وي، چې د هغه په زړه كښې نه سركشي وي، نه كينه او نه حسد وي. [1]

     سُبْـحٰـنَ  الـلّٰـه! معلومه شوه چې د چا ژبه رښتينې وي، دروغ نه وائي او د چا په زړه كښې چې سركشي نه وي، نه كينه وي، نه بُغض وي او نه حسد وي، هغه بنده لوئ فضيلت والا دے.

درې ځله ورته د جنَّت زيرے ميلاؤ شوے وو

    صحابـئ رسول حضرت اَنَس بِن مالِك رَضِیَ اللهُ عَنْهُ فرمائي: مونږ د خوږ آقا، مكي مدَني مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خدمت كښې حاضر وو، خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: یَطْلُعُ عَلَیْکُمُ الْآن مِنْ هٰذَا الْفَجِّ رَجُلٌ مِنْ اَهْلِ الْجَنَّۃِ  اوس به ستاسو خوا ته په دې لاره يو جَنَّتـي سړے راشي. نو يو اَنصاري صحابـي رَضِیَ اللهُ عَنْهُ د هغه طرفه راغلو، د هغوئي ګيره مباركه په اوبو  لَمْده وه، په ګَڅ لاس كښې ئې پيزار راخستے وو او راروان وو.

    په دويمه ورځ بيا نبـي كريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: اوس به ستاسو خوا ته په دې لاره يو جَنَّتـي سړے راشي. په دويمه ورځ هم هغه اَنصاري صحابـي رَضِیَ اللهُ عَنْهُ راغلو، په دريمه ورځ بيا داسې اوشو [يعني بيا هم هغه اَنصاري صحابـي رَضِیَ اللهُ عَنْهُ راغلو] . حضرت عبدُالله بِن عَمرو رَضِیَ اللهُ عَنْهُما فرمائي: بيا زه د هغه اَنصاري صحابـي رَضِیَ اللهُ عَنْهُ كور ته ورغلم او خواست مې ورته اوكړو چې زه ستاسو ميلمه پاتې كيدل غواړم. زه د هغوئي سره درې ورځې پاتې شوم، په دغه دوران كښې ما هغوئي رَضِیَ اللهُ عَنْهُ  د شپې په قيام (يعني په زياتو نفلونو كولو) اونه ليدلو، آؤ! دومره ضرور وو چې كله به په


 

 



[1]...ابنِ ماجہ، کتابُ الزُّہد، جلد:4، صفحہ:475، حدیث:4216۔