Shab e Baraat kese Guzaren

Book Name:Shab e Baraat kese Guzaren

حديثِ پاک کښې دي چې، شَهَنشاهِ مدينه صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خپل تره مبارك حضرتِ سيِّدُنا عبّاس رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُ ته اوفرمائيل چې اے زما تره! كه كيدے شي نو صَلٰوةُ التَّسبِيح  هره ورځ يو ځل كوئ او كه هره ورځ نه شي كيدے نو په هره جُمُعَه ئې يو ځل كوئ او كه داسې هُم اونکړے شئ نو په هره مياشت كښې يو ځل او كه دا هم نه شي كيدے نو په كال كښې يو ځل او كه د دې هُم طاقت نه وي نو په ژوند كښې يو ځل ضرور صَلٰوةُ التَّسبِيح ادا کړئ.

      د صلٰوۃُ التَّسْبِیح طريقه د شیخِ طریقت، امیر اهلسنت دَامَتْ بَرَکاتُہُمُ الْعَالِیَه کتاب: مدني پنج سُورہ، صفحه: 279 کښې اولولئ۔

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                          صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

12 ديني كارونو كښې يو ديني كار ”هفته واره اجتماع“

         خوږو او محترمو اسلامي ورونړو!  نيك جوړيدو، ګناهونو نه د بچ كيدو او په نيكو باندې د استقامت موندلو د پاره د عاشقانِ رسول ديني تحريك دعوتِ اسلامي ديني ماحول سره خپل تَعَلُّق مضبوط ساتئ او د ذِيلي حلقے په 12 ديني كارونو كښې په اخلاص سره خپله  حِصَّه واخلئ! اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیْم! د دې په بركت به د دين او دُنيا بے شميره بركتونه درنصيب شي. د ذِيلي حلقے په 12 ديني كارونو كښې يو ديني كار ”هفته واره اجتماع“ هم ده. تاسو هم په دې هفته واره اجتماع كښې پابندئ سره شرکت کوئ! د دې په بركت به اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیْم! ډير علمِ دِين زده كړئ، په نيكه اجتماع كښې د شركت ثواب به هُم په لاس درځي، زړه به مو پاك شي او د ګناهونو نه به مو نَفرت هُم پيدا شي او كه الله پاك اوغواړي نو بخښنه به مو هم نصيب شي.   

    اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰہ! د عاشقانِ رسول ديني تحريك دعوتِ اسلامي ديني ماحول كښې په غټو شپو كښې مَثَلاً شَبِ براءَت، شبِ قدر، شبِ معراج وغيره کښې هُم د اجتماعاتو اهتمام