Book Name:Shab e Baraat kese Guzaren
بستره كښې په ډډه اوړيدلو نو ذِكرُ الله به ئې كولو، يو ښه عادت ئې دا هم وو چې هغوئي به ښه خبره كوله يا به چپ پاتې کيدو. چې كله درې شپې تيرې شوې نو ما هغوئي ته اصلي خبره بيان كړه چې خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم درې ورځې پرله پسې د جنَّت زيرے واورولو او درې واړه ورځې د دې زيرې مستحق تاسو جوړ شوئ. ما غوښتل چې ستاسو په صحبت كښې پاتې شم او ستاسو عمل اووينم، خو ما ستاسو څه زيات عمل اونه ليدو. هغه صحابـي رَضِیَ اللهُ عَنْهُ اوفرمائيل: زما عمل هم هغه دے كوم چې تاسو ليدلے دے، البته يو عمل بل هم دے او هغه دا دے چې زه په خپل زړه كښې يو مسلمان سره هُم كِينه نه ساتم او نه کوم مسلمان ته په ملاويدونکي نِعمَت حسد كووم. حضرت عبدُالله بِن عَمرو رَضِیَ اللهُ عَنْهُما فرمائي: آؤ! هم دا هٰغه صِفَت دے كوم چې تاسو دې مقام ته رارسولي ئې.[1]
سُبْـحٰـنَ الـلّٰـه! اے عاشِقانِ رسول! تاسو اوليدل! زړه پاك ساتل، په زړه كښې د چا سره بُغض او كينه نه ساتل، د چا سره حسد نه كول، د چا په باره كښې په زړه كښې خِيرے نه ساتل جنَّت ته بوتلونكے عمل دے او بل طرف ته غور اوكړئ چې په زړه كښې بُغض او حسد ساتلو والا څومره بدبخته دے چې په شَبِ براءَت كښې هم د بخښنې او مغفِرت نه محرومه پاتې كيږي، ځكه مونږ له پكار دي چې د شَبِ براءَت راتلو نه مخكښې مخكښې خپل زړونه صفا كړو، د خپل زړه خِيرے لرې كړو،
د چا سره مو که خفګان راغلے وي چې لرې ئې كړو، د خپلوانو سره مو که څه خفګان راغلے وي، که په کومه دُنياوي مسئله مو ورسره جګړه وي، که د يو بل نه جُدا شوي يو، نو چې دا هر څه ختم كړو. تاجدارِ رِسالَت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: