Book Name:Ghous-e-Pak Ki Naseehatain

زيرے ئې ورته واورولو: ”یَااَبَا صالِحِ اَعْطَاکَ اللّٰہُ اِبْنًا هُو وَلِّیٖ وَ مَحْبُوْبِیْ وَ مَحْبُوبُ اللّٰہِ‘‘ اے ابوصالح! الله پاك تاسو ته ځوئ عطا كړے دے، ستاسو دا ځوئ زما دوست دے، زما محبوب دے او د الله پاك هم محبوب دے. خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نور اوفرمائيل:  وَسَیَکُونُ لَہٗ شَاْنٌ فِی الْاَوْلِیَاءِ وَ الْاَقْطَابِ کَشَاْنِیْ بَیْنَ الْاَنْبِیَاءِ وَ الْمُرْسَلِیْن  يعنې (اے ابوصالح!) د اوليائے كرامو په مينځ كښې به ستاسو د ځوئ داسې شان وي څنګه چې په انبياء و مُرسلينو عَلَيْهِمُ السَّلام كښې زما شان و عظمت دے. [1]

غوثِ اعظم دَرْمیانِ اَوْلیا                    چُوْں مُحَمَّد درمیانِ انبیاء

   ترجمه: د اولياءُ الله په مينځ كښې غوثِ پاك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه داسې دے څنګه چې د انبياء عَلَيْهِمُ السَّلام په مينځ كښې د مُحَمَّد مُصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم شان دے.

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! دا وو د حُضُورِ غوثِ پاك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د پيدائش په وخت كښې زيرے۔

    بيا چې كله هغوئي د 18 كالو شو نو هغوئي ته يوه غيبي اشاره ميلاؤ شوه، چنانچه:

غوئي په انساني ژبه كښې خبرې اوكړې

    حُضُورِ غوثِ پاك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پخپله فرمائي: د حج ورځې وے، يو ځل زه اتفاقاً ځنګل ته لاړم، هغه وخت يو غوَيا زما نه مخكښې مخكښې روان وو، ناڅاپه هغه غوئي زما طرف ته اوكتل او اوئې وئيل: اے عبدُالقادر! مَالِہٰذَاخُلِقْتَ تاسو د دې د پاره نه ئې پيدا كړے شوي، غوثِ پاك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د غوَئي نه مې چې داسې (انساني ژبه كښې) خبرې واوريدلې نو زه اُويَريدم او كور ته راغلم، بيا زه د خپل كور چهت ته اوختلم نو ما ته د


 

 



[1]...سیرتِ غوث الثقلین، صفحہ:55۔