Book Name:Ghous-e-Pak Ki Naseehatain

خپل كور د چهت (يعنې د جيلان شريف) نه د عرفات ميدان ښكاره شو، ما په ميدانِ عرفات كښې حاجيان ولاړ اوليدل.

    د دې نه پس زه د خپلې مور په خدمت كښې حاضر شوم او عرض مې ورته اوكړو چې: مورې محترمې! ما د الله پاك په لاره كښې وقف كړئ! ما ته بَغداد ته د تللو اجازت راكړئ چې زه هلته عِلمِ دِين حاصل كړم او د نيكو خلقو زيارت اوكړم. مور راته اوفرمائيل: بچيه! زه تا صرف د الله پاك د رِضا د پاره د ځان نه جُدا كووم، بيا به دِ د قيامت په ورځ وينم.[1]

    اے عاشِقانِ رسول! دا وو د حُضُورِ غوثِ پاك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د سيرت د دويمې مرحلے ابتداء. د والده صاحبه نه ئې اجازت واخستلو او بَغداد ته ئې تشريف يوړلو او 33 كالو پورې علمِ دين زده كولو کښې او مجاهدات كولو كښې مصروف وو، په ځنګلونو كښې به ئې يواځې د الله پاك عبادت كولو. چې كله ئې عمر مبارك 51 كاله شو نو حكم ورته ميلاؤ شو او د هغوئي د ژوند مبارك د دريمې مرحلے ابتداء اوشوه:

د سركارِ مدينه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عنايات او مهربانئ

      حُضُورِ غوثِ پاك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: يوه ورځ ما ته د ماسپښين د لمَانځه نه مخكښې د بيدارئ په حالت کښې د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ديدار نصيب شو، خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: اے زما بچيه! ته وعظ و نصيحت ولے نه كوے؟ ماعرض اوكړو: حُضُور (صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم)! زه يو عجمي سړے يم، د بَغداد عربئ ژبه كښې ماهرو خلقو ته زه څنګه بيان اوكړم؟ خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: خُله بيرته كړه! ما خُله بيرته كړه، خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ووه ځله زما په خُله كښې خپلې لاړې مباركې واچولې او اوئې فرمائيل: زه! اوس وعظ کوه او خلقو ته د نيكئ دعوت


 

 



[1]...بهجة الاسرار، صفحہ:167۔