Book Name:Ghous-e-Pak Ki Naseehatain

په حالت كښې اوليدو نو غوثِ پاك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه بے قراره شو او تپوس ئې ترينه اوكړو: مَا شَاْنُکَ يعنې په تا څه شوي دي؟ فقير په جواب كښې عرض اوكړو: زه په دريائے دجله پورې وتل غواړم خو پيسے راسره نشته، مَلَّاح (يعنې كشتئ چلوونكے) د كرائے نه بغير څوك په كشتئ كښې نه كښينوي. د مَلَّاح په دې سُلُوک زما زړه مات شو، كه زما سره پيسے وے نو زه به نه مايوسه كيدم.

    راوي وائي: فقير لا خپله خبره پوره كړي نه وه چې يو كس په بارګاهِ غوثِيَّت كښې حاضر شو، هغه د غوثِ پاك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خدمت كښې يوه تيلئ بطورِ نذرانه پيش كړه، په هغه تيلئ كښې 30 ديناره وو، غوثِ پاك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هغه 30 ديناره ټول هغه غريب ته وركړل او ورته ئې اوفرمائيل: دا ټول دينارونه مَلَّاح ته وركړه او ورته اووايه چې بيا د پاره د کوم غريب په درياب باندې پورې باسلو نه اِنكار مه کوه.[1]

غريب په شپه شپه كښې مالدار شو

      د حُضُورِ غوثِ پاك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د شهزاده شيخ عبدُالرَّزاق رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه بيان دے: يو ځل سركارِ غوثِ پاك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د حج په سفر روان شو، ډير مريدان او خادمان ورسره وو، په لاره كښې يو كلے راغے، چې نوم ئې حِلَّه وو. غوثِ پاك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په هغه كلي كښې د حصاريدلو او هلته د شپے تيرولو اراده اوكړه . خادم ته ئې حكم اوكړو چې په دې كلي كښې د ټولو نه غريب كور اوګوره، په لټون لټون د هغوئي نظر په يو زوړ وران ويژاړ غوندې كور باندې پريوتلو، په هغې كښې يو بوډا او بوډئ او يوه د هغوئي ماشومه لُور اوسيدل. په كور كښې نور څه سامان نه وو، ډير غريبان خلق وو، خادم بيرته راغلو او غوثِ پاك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته ئې د هغه كور په باره كښې خبر وركړو نو غوثِ پاك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د


 

 



[1]... بهجة الاسرار، صفحہ:199۔