Book Name:Ghous-e-Pak Ki Naseehatain

ګرځيدو يا په پوړو ختلو کوزيدلو كښې د پيزار آواز نه پيدا كيږي، زمونږه خوږ خوږ آقا صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  ته د پيزار درَب خوښ نه وو. (5) بعضې خلق چې په لار روان وي نو د هغوئي عادت وي چې کوم څيز هم مخې له ورځي هغه په لتو وهي، دا قطعاً غير اخلاقي طريقه ده، په دې كښې د ښپو د زخمي کيدو هم خطره وي، او اخبارونه يا د ليك والا ډبـي، پيکټې او د مِنرل واټر خالي بوتلې وغيره په لتو وهل بے ادبي هم ده (6) که څه رُکاوټ نه وي نو د لارې په غاړه غاړه درمياني رفتار سره ځئ، نه دومره تيز چې خلق وائي چې دا چرته په منډ منډه روان دے او نه دومره په قلاره چې خلق مو بيمار اوګنړي۔

     اے زمونږه خوږه الله عَزَّوَجَلَّ! مونږ ته د خپل پاك حبيب صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  د سُنَّتو مطابق د درميانه او د تكبُّر نه پاك ګرځيدلو توفيق راكړې او مونږ ته د لارې په يو طرف، اخوا ديخوا كتلو نه بغير د نظر ښكته ساتلو سره په شريفانه انداز کښې د ګرځيدلو توفيق راكړې. اٰمِین بِجَاہِ خاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                                  صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د دعوتِ اسلامی هفته واره د سُنَّتو ډكه اجتماع کښې

لوستلو والا (6) دُرودِ پاك او  (2) دُعاګانې

(1) د شَبِ جُمعے [يعني د جُمعے د شپے] دُرُود

اَللّٰھُمَّ صَلِّ وَسَلِّمْ وَبَارِكْ عَلٰی سَیِّدِنَا مُحَمَّدِ نِالنَّبِیِّ الْاُمِّـیِّ

الْـحَبِیْبِ الْعَالـِی الْقَدْرِ الْعَظِیْمِ الْجَاہِ وَ عَلٰی اٰلِہٖ وَ صَحْبِہٖ وَ سَلِّمْ