Book Name:Ghous-e-Pak Ki Naseehatain

و دولت د حُضُورِ غوثِ پاك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د هغه يوے شپے د عنايتونه بركت دے. [1]

     اے عاشِقانِ رسول! تاسو اوليدل! حُضُورِ غوثِ پاك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه څنګه د غريبانو مدد او همدردي كوونكے وو او د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د مصيبت وهلي اُمَّت څنګه درد لرونكے وو، يقيناً كه هغوئي غوښتلے نو د يو مالداره انسان سره به ئې قيام كړے وے، د هغوئي د پاره به د اوسيدلو اعلٰى انتِظام شوے وے، خو هغوئى د يو غريب په کور کښې قيام كول خوښ كړل او شان ئې اوګورئ چې حُضُورِ غوثِ پاك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د كلي د ټولو نه غريب انسان په كور كښې صرف يوه شپه تيره كړه او هغه ئې د كلي د ټولو نه مالدار انسان جوړ كړو. كاش چې! د حُضُورِ غوثِ پاك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په بركت مونږ ته هم غريبانو سره د همدردئ او خيرخواهئ جذبه را نصيب شي.

د غمژني بوډئ عجيبه امداد

      د حُضُورِ غوثِ پاك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ډير مشهور كرامت دے چې يوه ورځ هغوئي د دريائے دجله غاړې ته تشريف يوړلو، اوئې ليدل چې يوه بوډئ د درياب په غاړه ناسته ده او ډيره زياته ژاړي. حُضُورِ غوثِ پاك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه خادم ته اوفرمائيل: معلومات اوكړه چې د دې بوډئ څه پريشاني ده. خادم عرض اوكړو: حُضُور! د دې بوډئ يو ځوئ وو، په ډير شان و شوكت سره ئې د هغه د واده اهتمام كړے وو، جنج د درياب بلې غاړې ته تلے وو، د فارغيدو نه پس د واده ځلمي خپله ناوې ځان سره كړه او جنج د كشتئ په ذريعه بيرته راتللو چې پوره كشتئ د جنج سره په درياب كښې ډوبه شوه، د دې واقعے 12 كاله شوي دي خو د دې بوډئ په زړه كښې د خپل ځوئ غم تر اوسه پورې تازه دے، دا دغه شان دلته راځي، ژاړي او نا اُ ميده بيرته كورته لاړه شي.


 

 



[1]... بهجة الاسرار، صفحہ:198۔