Book Name:Ghous-e-Pak Ki Naseehatain

ښځه، اولاد وغيره ته د انسان عيال وئيلے كيږي. حُضُورِ غوثِ پاك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چې په خپل بيان كښې كوم حديث ذِكر كړے دے، په دې كښې ټولو انسانانو ته الله پاك خپل عيال وئيلي دي. مطلب دا شو چې ټول انسانان د الله پاك بندګان دي، د هغه محتاجه دي، الله پاك د ټولو د رِزق ذِمّه په خپل کرم اخستي ده، الله پاك ټولو ته رِزق وركوي، د ټولو پالنه كوي. او د الله پاك په نِزد زيات خوښ، زيات محبوب هغه دے څوک چې د الله پاك عيال (يعنې بندګانو) ته زياته فائده رَسَوونكے وي. علامه مناوي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: خلقو ته د نيكئ دعوت وركول، د الله پاك لارې طرف ته رابلل، خلقو ته علم دِين زده كول، خلقو سره د نرمئ سلوك كول، په خلقو رحم كول، مهرباني كول، په هغوئي باندې خپل مال خرچ كول، غرض: (د شريعت په دائره كښې) دِيني يا دُنياوي مُعاملاتو كښې خلقو سره نيكي كول، دا ټولو خلقو ته نفع رَسَولو كښې شامِل دي.[1]

  اے عاشِقانِ رسول! د حُضُورِ غوثِ پاك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې مبارك بيان او ذِكر شوي حديثِ پاك نه معلومه شوه چې د خلقو مدد كول، د غريبانو، مسكينانو، يتيمانو سره همدردي كول، هغوئي ته فائده رَسَول د الله پاک د محبوب جوړولو والا عَمَل دے. اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰہ! حُضُورِ غوثِ پاك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پخپله هم ډير همدردي كوونكے، ډير زيات مهربانه او زړه سواندے وو.

د يو پريشان حاله غريب مدد كول

     ابُو عبدُ الله محمد بِن خِضر حُسيني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه روايت دے چې يوه ورځ سركارِ غوثِ پاك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يو پريشان حاله فقير اوليدو، يو مسلمان ئې چې د تكليف او غم


 

 



[1]...فیض القدیر، جلد:3، صفحہ:674، زیرِ حدیث:4135۔