Book Name:Taqwa Kesay Milay?

د ساتلو، د ښه اخلاق مظاهره كولو، د مور و پلار د ادب كولو، د خپلو خپلوانو سره د خير ښيګړې كولو، د ګاونډيانو حقونه دا كولو کښې، د غريبانو مدد كولو او د رَمَضَان د بَرَكتونو نه د ځولئ ډكولو توفيق را عطا كړې. اٰمِیْن بِجَاہِ النَّبِیِّ الْاَمِیْن صَلَّی اللہُ عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّم

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د روژے په بركت ورته توبه نصيب شوه

    حضرت شيخ ابوبكر شِبلي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دريمې صدئ هجرئ اوچت بُزُرګ تير شوے دے، هغوئى رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د خپل ژوند يوه حيرانوونكي او سبق آموز واقعه بيانوي، فرمائي: يو ځل زه د قافلے سره مُلكِ شام ته روان ووم، په لاره كښې ناڅاپه ډاكوانو زمونږ په قافِله حمله اوكړه او د قافلے ټول سامان ئې لوټ كړو او د خپل سردار مخے ته ئې جمع كړو او سامان لټول ئې شروع كړو، د يو كس د سامان نه د شَكَرو او بادامو تيلئ را اووتله، ټول ډاكوان راجمع شو او شَكَر او بادام خوړل ئې شروع كړو خو د هغوئي سردار شكر او بادام نه خوړل. شيخ ابوبكر شِبلي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي : زه ډير حيران شوم، ما د ډاكوانو د سردار نه تپوس اوكړو: ټول شكر او بادام خوري، ته ئې ولے نه خورے؟ هغه زه نور حيران کړم، اُوئې وئيل: زما روژه ده.

     ډيره د حيرانتيا خبره وه، يو طرف ته د بندګانو حقونه وهي، د خلقو د محنت مزدورئ ګټه لوټ كوي، د غريبانو ښيرے اخلي او بل طرف ته د تقوٰى او پرهيزګارئ دا مظاهره کوي چې روژه ئې هُم نيولي ده، شيخ ابوبكر شِبلي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: ما د هغه نه تپوس اوكړو: ته لُوټ مار هم كوے او روژه هم نيسے؟ زما د تپوس په جواب کښې سردار اووئيل: د الله پاك سره صُلح كولو د پاره خو هُم څه لاره پريښودل پکار دي.