Book Name:Taqwa Kesay Milay?

تقوٰى به څنګه ميلاو شي؟

     اے عاشقانِ رسول! د رَمَضَانُ الْمُبَارَك مياشت ده، د الله پاك په فضل مونږه د روژو نيولو سعادت حاصلوو، دا غور كول دي چې آيا روژو نيولو سره مونږ ته تقوٰى نصيب كيږي او كه نه؟ كه تقوٰى رانصيب كيږي نو ډيره د خوشحالئ خبره ده، خو كه د روژو نيولو باوُجود راته تقوٰى نه حاصليږي، نفس مو مخكښې هم سركشه وو او اوس هُم سركشه دے،  نفس مو کنټرول نه شو نو بيا مونږ له د خپلو روژو نيولو انداز چيك كول پکار دي، ځكه چې د الله پاك كلامِ پاك قرآن خو رښتينے دے، قرآن فرمائي چې د روژو په ذريعه تقوٰى نصيب كيږي خو مونږ کښې تقوٰى نه پيدا کيږي نو يقيناً زمونږه د روژو نيولو په انداز كښې ضرور څه كمے دے.

      دا كمے څه دے؟ او دا به څنګه لرې شي؟ د دې د پاره حُضُور داتا ګنج بخش علي هجويري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په ” کَشْفُ الْمَحْجُوْب“ كښې د روژو مُتَعَلِّق كلام سره يو مختصر شان نصيحت كړے دے، فرمائي: ما ته په خوب كښې د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ديدار نصيب شو، ما عرض اوكړو: يا رَسُـولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! ما ته نصيحت اوفرمائې! خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم را ته د دوو لفظو نصيحت اوفرمائىلو: اِحْبِسْ حَوَاسَکَ يعني خپل حواس (يعنې، سترګې، غوږونه، ژبه، لاس او ښپې وغيره) قيد كړه. ([1])

     سُبْحٰنَ الله! د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د داسې فصاحت او بلاغت نه قربان شم! په خوب كښې ئې هم داسې د كمال نصيحت اوفرمائيلو چې درياب ئې په كوزه كښې بند كړو. اعلٰى حضرت شاه اِمام احمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه څه ښه فرمائي:

میں نثار تیرے کلام پر ملی یوں تو کس کو زباں نہیں


 

 



[1]...کشف المحجوب، ساتواں کشف: روزے کے بیان میں، صفحہ:469۔