Book Name:Taqwa Kesay Milay?

نفس خوراك غواړي مونږه ئې نه وركوو، اوبه غواړي مونږه ئې پرې نه څښو، دغه شان پوره ورځ مونږه د نفس خواهشات قابو كوو، څنګه چې نفساني خواهشات قابو شي، د شيطان لارې بندې شي، په زړه كښې نورانيت پيدا كيدل شروع شي او د عبادت لارې فراخه شي، روژه نفس قابو كوي او د شيطان لارې بندوي او د عبادت لارې فراخه کوي، ځکه په حديثِ پاك كښې فرمائيلے شوي دي چې: روژه د عبادت دروازه ده. ([1])

کم ہوا زَورِ گناہ اور مسجدیں آباد ہیں                                                                    ماہِ رمضان المبارک کا یہ سب فیضان ہے

روزہ دارو جھوم جاؤ! کیونکہ دیدارِ خُدا                                                                 خُلْد میں ہو گا تمہیں یہ وعدۂ رَحْمٰن ہے

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                         صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د تقوٰى درې فائدے

     ” روژه د عبادت دروازه ولې ده؟ “ د دې سوال يو بل جواب هم دے او دا هم د امام غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د كلام نه اخستے شوے دے، هغه دا چې د روژے اهمه او بنيادي فائده تقوٰى ده. الله پاك په قرآنِ مجيد كښې د روژو فرض كيدلو يو حكمت دا هُم بيان كړے دے، فرمائي:

لَعَلَّكُمْ تَتَّقُوْنَۙ(۱۸۳) (پارہ2،سورۃالبقرۃ:183)                                         

[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان : که چرې تاسو پرهيزګاره شئ.

      امام غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د عبادت دارومدار په درې خبرو دے: (1) د عبادت توفيق، كه توفيق ميلاؤ نه شي نو بنده به عبادت څنګه اوکړي؟ (2) د عبادت اصلاح چې زمونږه ناقصه عبادت د الله پاک د بارګاه لائق شي (3) دريم څيز دے عبادت


 

 



[1]...احیاء العلوم، روزہ کا بیان، جلد:1، صفحہ:704ملخصاً۔