Book Name:Taqwa Kesay Milay?

خپلې خپلې فائدے او كمالات دي خو دا خاصِيَّت صرف روژے ته عطا شوے دے چې دې ته ئې د عبادت دروازه وئيلي ده، د ډاكوانو سردار ته به دا حديث معلوم وو او يا نه، بهرحال هغه چې الله پاك سره د صُلح كولو د پاره كومه لار اختيار كړي وه هغه ئې د روژے په صورت كښې اختيار كړي وه نو الله پاك د هغه د روژے په بركت هغه ته د توبے، عبادت و رياضت توفيق عطا كړو.

روژے ته د عبادت دروازه ولې وائي؟

     دلته يو سوال په ذِهن كښې پيدا کيږي، چې آخِر په روژه كښې داسې څه خاصيت دے چې زمونږ آخري نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دې ته د عبادت دروازه وئيلي ده؟

     د دې سوال جواب امام غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په ”اِحياءُ العلوم“ كښې وركړے دے، هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چې څه فرمائيلي دي د هغې خلاصه دا ده: اصل كښې د كومو وجوهاتو په سبب چې بنده د الله پاك نه، د هغه جَلَّ شَانُهٗ د عبادت او رياضت نه او نيكو كارونو نه لرې كيږي، د هغې اصل بُنياد شيطان دے خو شيطان زمونږ د بهَر دښمن دے، دا نيغ په نيغه په مونږه حمله نه شي كولے، دا زمونږه نفس د جاسوس په طور زمونږ خلاف استعمالوي، نفس زمونږه دننه دښمن دے، دا خواهشات ښائسته كوي او شيطان د دې خواهشاتو په ذريعه په مونږه حمله كوي، ترڅو پورې چې دا خواهشات موجود وي، شيطان به راځي او مونږه به د الله پاك نه لرې كوي، كه دا خواهشات ختم كړے شي نو د شيطان راتلل به بند شي، د الله پاك او بنده په مينځ كښې چې كومه پرده ده هغه به اوچته شي نو بيا به بنده په آسانئ سره د زړه په شوق سره عبادت و رياضت کولے شي.  

روژه عبادت دے دا زمونږ دننه د نفس بد طاقت ماتوي، زمونږ خواهشات قابو كوي، په روژه نيولو مونږه د سحر نه تر ماښامه پورې د خپل نفس سره جنګ كوو،