Book Name:Taqwa Kesay Milay?

دې دوران كښې په ما ګنهګار باندې كرم اوشو، زما اُوده قِسمت راويښ شو، هغه داسې چې زه اُوده شوم نو خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم زما په خوب كښې تشريف راوړو، زه د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د دِيدار په نندارو كښې ورك ووم چې خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل:  څوك چې هره ورځ په مدني قافله كښې فِكرِ مدينه كوي، زه به هغه ځان سره جَنَّت ته بوځم. ([1])

(نوټ: د دعوتِ اسلامي په ديني ماحول كښې ”فِكرِ مدينه“ ته اوس د ”خپلو اعمالو جائزه اخستل“ وائي)

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

    خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د بيان په آخره کښې د سُنَّتو فضيلت او يو څو سُنَّتونه او آداب د بيانولو ثواب حاصلووم. تاجدارِ رِسالت، شَهَنْشاهِ  نُبُوَّت صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائي: ’’چا چې زما سُنَّتو سره مَحَبَّت اوكړو هغه زما سره مَحَبَّت اوكړو او چا چې زما سره مَحَبَّت اوكړو هغه به  جنّت کښې زما سره وي.‘‘ ([2])

سینہ   تیری  ُسنَّت  کا  مدینہ  بنے  آقا                                                جنت میں   پڑوسی  مجھے  تم   اپنا   بنانا

سِينه مې دِ شي  جوړه  د  سنّتو  مدينه  خوږه آقا     جنّت كښې مې خپل جوړ كړه ګاونډي خوږه آقا

سخاوت سُنَّتِ مُصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دے

     دوه فرامينِ مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم: (1) سخاوت كوونكے الله پاك ته هُم نِزدے دے، جَنَّت ته هُم نزدے دے، خلقو ته هُم نِزدے دے او د دوزخ نه لرې دے،([3]) (2)  


 

 



[1]...فیضان سنّت، صفحہ:69۔

[2]… ابنِ  عساكر  ج٩ ص ٣٤٣

[3]... ترمذی،سخاوت کا باب،صفحہ:479، حدیث:1961۔