Book Name:Taqwa Kesay Milay?

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                           صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د ژبې روژه

     شيخ طريقت، اَمِیرِ اهلسنّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ   د تقوٰى حاصلولو نور تربيت ورکولو کښې د ژبې د روژے تفصىل داسې بيانوي، فرمائي: د ژبې روژه دا ده چې په ژبه صرف او صرف نيك او جائزې خبرې كوئ، مثلاً * په ژبه د قرآنِ كريم تلاوت كوئ، * ذِكرو دُرُود كوئ، * نعت شريف لولئ، * درس وركوئ، * بيان كوئ، * د نيكئ دعوت وركوئ، * ښے ښے او د دين خبرې كوئ، * فضولو خبرو نه ځان بچ ساتئ، * خبردار! كنزلو، دروغ، غيبت، چغلئ وغيره نه خپله ژبه پاكه ساتئ، ځکه چې كه دا ژبه د بے حيائې په خبرو ناپاكه شي نو د ووه سمندرو اوبه ئې هم نه شي پاك كولے.

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د لاسونو روژه

      د لاسونو روژه دا ده چې كله هم لاس خوزيږي نو چې صرف د نيكئ په كارونو کښې خوزيږي، مثلاً * په اوداسه كښې قرآن له لاس وروړئ، * د نيكو خلقو سره مُصافحه كوئ، فرمانِ مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دے: د الله د پاره په خپل مينځ كښې محبت لرونكي چې كله يو بل سره ملاقات كوي او مُصافَحه اوكړي (يعنې لاس ميلاو