Book Name:Taqwa Kesay Milay?

د بيان اوريدلو نيتونه

              فرمَانِ مُصطَفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم: ا َفْضَلُ الْعَمَلِ اَلنِّيَّةُ الصَّادِقَةُ  (يعنې) رښتينے نِيَّت د ټولو نه افضل عمل دے.([1])

       اے عاشقانِ رَسُول! ياد ساتئ! په نيك او جائز كار كښې چې څومره ښه نِيَّتونه زيات وي هغه همره به ثواب هُم زيات كيږي. د ثواب حاصلولو د پاره د بيان اوريدلو نه مخكښې ښه ښه نِيَّتونه كوو:

نِيَّت اوکړئ چې، * نظر به ښكته ساتم او ښه په غور به بيان اورم. * چې څومره كيدے شو د ډډه وهلو په ځائے به د عِلمِ دِين د تعظيم [يعني ادب] په نِيَّت د اَلتَّحِيَّات په شكل كښې كښينم * كه قلم كاغذ لرئ نو د اهمو نكاتو نوټ كولو نِيَّت هم اوكړئ.

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د رَمَضَانُ الْمُبَارَك بابركته، او نُوراني ساعتونو دي، د رحمتونو باران دے، هر هر ساعت ئې بابركته دے، خوش نصيبه دي هغه خلق كوم چې د ظاهري و باطني آدابو سره روژے نيسي، د زړه په خوشحالئ سره شل ركعته تراويح ادا كوي، د روژه ماتي او پيشمني بركتونه حاصلوي، او ډير بدقسمته دي هغه خلق كوم چې په دې مباركو ساعتونو كښې د نيكو كولو نه محرومه دي، روژے نه نيسي، تراويح نه ادا كوي، يا ئې پورا نه ادا كوي، د بخښنې او رحمت دې عظيمُ الشَّانه مياشت كښې هم د الله پاك او د هغه د حبيب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم رضا والا كارونه نه كوي. د دواړو جهانو سردار خوږ مَدَنـي آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د عِبرت نه ډك ارشاد فرمائي: زما اُمَّت به


 

 



[1]...جامع صغیر، صفحہ:81، حدیث:1284۔