Book Name:Taqwa Kesay Milay?

ذليله او رُسوا كيږي نه تر څو چې هغوئي د رَمَضان د مياشتې حق ادا كوي.“ عرض اوكړے شو: يا رَسُولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د رَمَضان په حق ضائع كولو كښې د هغوئي ذليله او رُسوا كيدل څه دي؟ خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اُوفرمائيل: په دې مياشت كښې د هغوئي حرام كارونه كول.“ بيا ئې اُوفرمائيل: چا چې په دې مياشت كښې زِنا اوكړه يا ئې شراب اوڅښل نو د راروان رَمَضان پورې الله پاک او څومره چې آسماني فرښتے دي ټولې به په هغه لعنت كوي پس كه دا كس د راروان رمضان حاصلولو نه مخكښې مړ شو نو ده سره به هيڅ داسې نيكي نه وي كومه چې دا د جَهنَّم د اور نه بچ كړے شي. پس تاسو د رَمَضان د مياشتې په باره كښې اويَريږئ ځكه چې څنګه په دې مياشت كښې د نورو مياشتو په مُقابَله كښې نيكئ زياتولے كيږي [يعني زيات ثواب وركولے كيږي] هُم دغسې د ګناهونو مُعامَله هُم ده.“ [يعنې د ګناهونو سزا هم زياتيږي]. ([1])   

      حضرت سَيِّدُنا امام حسن بصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: رَمَضَانُ الْمُبَارَك ميدانِ مُسابَقَت دے. ([2]) د مُسابَقَت معنٰى ده: د منډې ميدان، مطلب دا دے چې الله پاك په رَمَضَانُ الْمُبَارَك كښې شيطان قيد كړو، د رحمتونو، بركتونو دروازے ئې بيرته كړې، اوس چې څوک د دې ساعتونو زيات قدر اوكړي، د الله پاك راضي كولو والا زياتو كارونو كښې مصروفه شي، هغه به د الله پاك په رحمت بخښنه او سعادت حاصل کړي او څوک چې پاتې شي، هغه به پاتې شي او محرومه به اوسي.

     الله پاك دِ مونږ ټولو ته د رَمَضَانُ المُبارَك مياشت په ښه انداز كښې، د الله پاک راضي كولو والا كارونو کښې د تيرولو او د دې د يو يو ساعت د قدر كولو، په نيكو، عبادتونو، ذِكر و فِكر كښې د مشغوله اوسيدلو، د قبر يادولو، د مدينے منورے يادونه په زړه كښې


 

 



[1]...معجم صغیر، جلد:9، صفحہ:60، حدیث:1488۔

[2]...کیمیائے سعادت، چھٹی اصل، روزہ، صفحہ:162ملخصاً۔