Book Name:Taqwa Kesay Milay?

دولسو ديني كارونو كښے يو ديني كار ”نيك اعمال“

    اے عاشقانِ رسول! د تقوٰى حاصلولو د پاره، په زړه كښې د ايمان نُور زياتولو، ځان د ګناهونو نه بچ كولو او د ټولې دُنيا د اصلاح جذبه حاصلولو د پاره د عاشقانِ رَسُول دينی تحریك دعوتِ اسلامی ديني ماحول سره وابسته شئ او د خپلو مصروفياتو نه څه نه څه وخت اوباسئ او د ذيلي حلقے دولسو ديني كارونو كښې د زړه په اخلاص حِصَّه واخلئ، اِنْ شآءَ اللهُ الْكَرِيْم! د دين و دُنيا بيشميره نيكئ به درنصيب شي. شيخِ طريقت، اَمِیرِ اهلسنّت، حضرتِ علّامه مَولانا محمد الیاس عطّار قادِری دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ  مونږ ته ګناهونو نه د بچ كيدلو، د ژبې، غوږونو، سترګو، لاسونو او ښپو وغيره د حفاظت كولو او د تقوٰى او پرهيزګاري حاصلولو آسانه نُسخه راكړي ده، چې د هغې نوم دے: د 72 نيك اعمالو رساله

     دا د يو څو صفحو رساله ده، چې په دې كښې په نيكو اعمالو او اخلاقياتو باندې مشتمل 72 سوالونه وركړے شوي دي، د هر سوال نه لاندې ديرش خانے دي، كه مونږه دا رساله حاصله كړو، هره ورځ يو وخت مقرر كړو، او دا سوالونه لوَلو، د خپلو اعمالو جائزه اخلو، او د لاندې وركړو شوو خانو ډكولو عادت جوړ كړو، نو اِنْ شآءَ اللهُ الْكَرِيْم! ډير زر به زمونږ په اخلاق و كردار كښې بهتري راشي او اِنْ شَــآءالـلّٰـه مونږ ته به د تقوٰى و پرهيزګارئ دولت رانصيب شي.

د ” 72 نيك اعمالو“ د رسالے په ذريعه د جائزے انعام

      د يو اسلامي ورور بيان دے: زه د اَمِیرِ اهلسنّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ   د عطا كړے شوو 72 نيكو اعمالو سره مينه لرم او د هره ورځ جائزه اخستلو زما معمول دے، يو ځل زه د عاشقانِ رسول سره د سُنتو د تربيت په مدني قافله كښې د بلوچستان په سفر ووم، په