Book Name:Taqwa Kesay Milay?

اونشي نو زړه نه شي پاك كيدے، چې زړه پاك نه شي نو د ګناهونو نه نفرت نه پيدا كيږي، او چې د ګناهونو نه نفرت پيدا نه شي نو تقوٰى نه حاصليږي، او چې تقوٰى حاصله نه شي نو د اختر مياشت ښکاره کيدو سره شيطان د قيد نه خلاص شي او بنده په ګناهونو کښې داسې اخته کړي چې توبه توبه!

د سترګو روژه

      نو اے عاشقانِ رسول! صرف د خيټې اوشرم ګاه نه بلکه د سترګو روژه هُم نيسئ! زمونږه خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: د زنانه مَـحاسِن (يعنې ښائست او ښکلا) ته كتل د شيطان د زهرو اُوبه ورکړو شوو غشو نه يو غشے دے، څوك چې خپلې سترګې د زنانه د مَـحاسِن (يعنې حُسن او ښائست) نه واړوي الله پاك به هغه ته د عبادت خوند عطا كوي. ([1]) د حضرت عيسٰى عَلَيْهِ السَّلام فرمان مبارك دے: د بد نِګاهئ [يعني بد نظرئ] نه ځان ساتئ ځکه چې بدنظري په زړه كښې د شَهوَت تُخم کَرِي او انسان په فِتنه كښې اخته کولو د پاره هُم دا کافي دے. ([2])

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! يو خو سترګې د حرامو نه بچ كول، چې کومو څيزونو ته کتل منع دي هغې ته نه كتل، دا خو شپه، ورځ او ټول كال او ټول عُمر لازم او ضروري دي او په هر يو فرض دي خو د الله والؤ انداز اوګورئ! د الله پاك خوږ نبـي حضرتِ سَيِّدُنا شُعَيب عَلَيْهِ السَّلام به په يادِ اِلٰهي كښې ډير زيات  ژړل، تر دې چې د هغوئي عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام د سترګو بينائي ډيره كمه شوي وه، د هغوئي عَلَيْهِ السَّلام نه د دومره ډير ژړلو د سبب تپوس اوشو نو اوئې فرمائيل: په دوو وجهو زه دومره ژاړم: (1) د دې ويرې نه چې زما


 

 



[1]...جمع الجوامع، جلد:8، صفحہ:13، حدیث:24052۔

[2]...منہاج العابدین، صفحہ:166۔