Book Name:Taqwa Kesay Milay?
شيخ ابوبكر شِبلي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: دا خبره اوشوه او تيره شوه، څه موده پس ما ته د مَكَّے مُكَرَّمے د حاضرئ سعادت نصيب شو، ما د ډاكوانو هغه سردار هلته [يعنې په حرم شريف كښې] اوليدلو، د هغه په مخ باندې د عبادت نُور وو، د عبادت د زياتوالي په وجه ئې بدن كمزورے شوے وو، احرام ئې تړلے وو او د كعبے په طواف كولو كښې مصروفه وو، په دې حالت کښې مې چې اوليدو نو زه يو ځل بيا حيران شوم، او تپوس مې ترينه اوكړو چې: آيا ته هغه كس نه ئې؟ هغه اُووئيل: آؤ! زه هُم هغه كس يم او واوره! هُم هغه روژے د الله پاك سره زما صُلح اوكړه. ([1])
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
سُبْحٰنَ الله! اے عاشقانِ رَمَضان! د الله پاك رحمت ته اوګورئ! د ډاكوانو سردار چې په ګناهونو كښې ډوب وو، د خلقو حقونه به ئې وهل، خلقو ته به ئې تكليف او نقصان رسولو، الله پاك د هغه حُسنِ ظَن [يعني نيک ګُمان] او اُمِّيد ته اوکتل او د روژے په بركت ئې ورته د توبه کولو توفيق عطا كړو، د عبادتونو، رياضتونو او مجاهداتو توفيق ئې وركړو او پخپله بارګاه كښې ئې قبول كړو. د دې حكايت نه معلومه شوه چې د روژے په بركت د توبے توفيق، د عبادت و رياضت توفيق او تقوٰى نصيب كىږي. د الله پاك آخري نبـي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: بابُ الْعِبَادَۃِ اَلصِّیَامُ روژه د عبادت دروازه ده.([2])
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د عباداتو ډير قسمونه دي، لمُونځ، روژه، زكوٰة، حج، تلاوت، ذِكر، فِكر، حُسنِ اَخلاق وغيره په زرګاؤ قسمه عبادتونه دي، د هر عبادت