Book Name:Shaban-ul-Muazzam Ki Ahem Ebadaat

اُوفرمائيل: ښه نو ورشه او په دغه بټئ کښې اُودريږه۔ دا ئې چې اُووئيل نو سیِّد عالم شاه صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه خو مخكښې لاړلو خو عبدُالله شاه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د حُکم اوريدلو سره فوراً ورغلو او په لـمبې وهونکي اور کښې اُودريدلو، لږ ساعت پس چې سیِّد عالم شاه صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه بيرته راغلو نو څه ګوري چې عبدُالله شاه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په اور کښې ولاړ دے او اور ښے لـمبې وهي خو عبدُالله شاه صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د جامو پورې سلامت وو، او هغوئي ته هيڅ نقصان هُم نه وو رسيدلے، آخر هغوئي ته ئې [د بهر راوتلو د پاره] آواز اوکړو خو هغوئي خاموشه ولاړ وو، چې کله ئې ورته ډير آوازونه اوکړل نو د بټئ نه لږ شان رابهر شولو، خلقو د لاسه اُونيولو او بهر ته ئې راويستلو، بدن مبارک ئې خوَلے وو، سیِّد عالم شاه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ترينه تپوس اوکړو: څه حال دے؟ هغوئي عرض اوکړو: چې کله زه دې سُور اور ته ورداخِل شُوم نو د مدينے مُنَوَّرے تَصَوُّر مې قائم کړو او دُرُود شريف وئيلو کښې مشغول شوم، ناڅاپه د مدينے مُنَوَّرے له طرفه يو نُور راغے، هغه ما د څادر په شان د بدن نه راتاو کړو، د هغې په بَرَكت ما ته د اور تَود والے بالکل محسوس نه شو، دا کومه خوَله چې تاسو زما په بدن وِينئ، دا د اور د ګرمئ خوَله نه ده بلکه د هغه نُور د تَود والي په وجه راغلي ده۔ ([1])

ياد ساتئ چې دا د حضرت عبدُالله شاه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه کرامت وو، هر يو ته ځان په داسې خطره کښې د اچولو اجازت شرعاً نشته۔

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                                          صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

كثرت سره د دُرُود شريف لوستلو فضائل

     اے عاشقانِ رسول! مونږه صرف د يو ځل درود شريف لوستلو بركتونه واوريدل،


 

 



[1]...آب کوثر ، صفحہ : 220۔