Book Name:Shaban-ul-Muazzam Ki Ahem Ebadaat

موقع نصيب كيږي، *   د”جُمات درس“ په بركت د خپل ځان او د ټولې دُنيا د خلقو اِصلاح كولو كښې مدد ميلاويږي، * د”جُمات درس“ په بركت مسلمانان په شريکه كښيني، عِلمِ دِين زده كوي او نورو ته ئې ور زده كوي، د دې په بركت د هغوئي زړونه يو بل سره نِزدې كيږي او په خپل مينځ كښې ئې محبت زياتيږي.

د نيكو سره محبت او د ګناهونو نه نفرت نصيب كيږي

     د كراچئ د يو اسلامي ورور د بيان خلاصه ده چې: زه په يوه كمپنئ كښې د ډرائيور په طور نوكر ووم، د ريټائر كيدلو نه پس به د وخت پاس کولو د پاره د كور خوا ته نِزدې يو پارك ته تلم او د خپل ځان په شان نورو سپين ګيرو سره به مې ګپ شپ لګولو، چې كله به اذان اوشو نو هغوئي سره به جمات ته لاړم، خو د علمِ دين د كمئ په وجه په عبادت كښې د حقيقي خوند نه محرومه ووم، يوه ورځ چې زه جمات ته لاړم نو د لمَانځه نه پس يو مُبَلِّغِ دعوتِ اسلامي د فيضانِ سُنَّت درس شروع كړو، هغه اسلامي ورور به مخكښې هم درس وركولو، خو نن معلومه نه وه چې هغه ما ته مُتَوَجِّه شو، زه هم په درس كښې شريك شوم، د درس نه پس يو اسلامي ورور په ډيره مينه ما ته د پينځه وخته لمُونځونو د پابندئ ترغيب راكړو، د هغه اسلامي ورور د محبت نه ډكو الفاظو زما په زړه ډير اثر اوكړو، د هغې نه پس لکه چې زما په ژوند كښې سپرلے راغلو، د اسلامي ورونړو د صُحبَت دا اثر اوشو چې زه پينځه وخته د لمَانځه پابند جوړ شوم او په ديني رنګ كښې رنګ شوم، د سُنَّت مطابق ګيره مې پريښوده او د عِمامے تاج مې په سر کړو،د علمِ دين زده كولو د پاره عاشقانِ رسول سره د مدني قافلو مُسافِر