Book Name:Shaban-ul-Muazzam Ki Ahem Ebadaat

     اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰـہ! د عاشقانِ رسول ديني تحريك دعوتِ اسلامي ديني ماحول كښې د رَجَب او شَعبان د روژو سپرلي وي، اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰـہ! په مختلفو ځائيونو كښې د پيشمني اجتماعاتو هم تركيب وي، مـاشَــآءالـلّٰـه ډير عاشقانِ رسول په دې دواړو مياشتو كښې په كثرت سره روژے نيسي او مسلسل روژو نيولو سره دا عاشقان رَمَضانُ المُبارَك سره ميلاؤ شي. الله پاك دِ مونږ ټولو ته داسې توفيق رانصيب كړې.

(۴) د شَعْبَانُ الْمُعَظَّم څلورم اهم عبادت: اِستِغفار

     څلورم اهم عبادت كوم چې په شَعْبَانُ الْمُعَظَّم كښې كول پكار دي هغه ”توبه و اِستِغفار“ دے، د دې حكمت دا دے چې د شعبان مياشت ډيره عظمت والا ده، او ډيره نازكه هم ده، د الله پاك آخري نبـي، رَسُولِ هاشَمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: دا هٰغه مياشت ده چې د دې نه خلق غافِله دي حالانكه په دې مياشت كښې د خلقو اعمال د الله پاك په بارګاه كښې پيش كيږي. ([1]) په هُم دې مياشت كښې حضرت عِزرائيل عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام ته د هغه ټولو فهرست وركړے شي، د كومو چې به په را روان كال کښې رُوح قبض كيږي. ([2])

    د هُم دې مباركې مياشتې د پينځلسمې شپې مُتَعَلِّق په حديثونو کښې دي چې الـلّٰـه  پاك په دغه شپه د ’’بَنِى كَلْب‘‘ د چيلو د وِيښتو همره خلقو بخښنه كوي او د دوزخ نه ئې آزادوي. په كتابونو كښې ليكلي شوي دي: ’’ قبيلۀ بَنِى كَلْب‘‘ به د عربو په قبيلو كښې د ټولو نه زياتې چيلئ ساتلې. ولې چې په شَعْبَانُ الْمُعَظَّم كښې د دومره زياتو خلقو بخښنه كيږي نو ځکه تلقين شوے دے چې په شَعْبَانُ الْمُعَظَّم كښې په كثرت سره توبه و اِستِغفار


 

 



[1]...مسندِ اَحْمَد ، جلد : 36 ، صفحہ : 85 ، حدیث : 21753۔

[2]...جامع صغیر ، صفحہ : 369 ، حدیث : 5964۔