Book Name:Shaban-ul-Muazzam Ki Ahem Ebadaat

د امام حُسَين رَضِیَ الله عَنْه ذِكرِ خىر

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د شَعْبَانُ الْمُعَظَّم پينځم تاريخ د امامِ عالي مقام، حضرت امام حُسَين رَضِیَ الله عَنْه د پيدائش ورځ ده. په آخِر كښې د الله پاك د رضا حاصلولو او ثواب ګټلو د پاره د امام حُسَين رَضِیَ الله عَنْه ذِكرِ خير كوو. 

    حضرت سَيِّدُنا امام حُسَين رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ  زمونږ د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نمسے، د مولائے كائنات حضرت علي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ  صاحبزاده او د فاطمةُ الزَّهراء رَضِیَ اللهُ عَنْهَا د ځيګر ټُکړه او د حضرتِ سَيِّدُنا امام حَسَن رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ  كشر ورور دے، د هغوئي پيدائش په پينځم شَعْبَانُ الْمُعَظَّم سن 4 هجري په مدينۀ منوره كښې شوے وو. ([1])

    د امام حُسَين مبارك نوم: حُسَين، كُنيت ابوعبدُ الله او القاب: سِبْطِ رَسُولِ الله او رَيحَانةُ الرَّسُول (يعنې د رسول ګل) دے. ([2])

د امام حُسَين رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ  په شان كښې څلور فرامِينِ مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم

     د الله پاك خوږ حبيب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به امام حُسَين رَضِیَ الله عَنْه سره ډيره مينه كوله، خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به خپل نمسے امام حُسَين رَضِیَ الله عَنْه ښكُلَولو، او بوئي کولو به ئې، (1): خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د امام حَسَن او امام حُسَين رَضِیَ الله عَنْهُما په باره كښې فرمائي: زمونږ دا دواړه ځامن د جَنَّت د ځوانانو سرداران دي.([3])  (2) په يو حديث كښې فرمائي: د حَسَن


 

 



[1]...معجم صحابہ بغوی ، جلد : 2 ، صفحہ : 14۔

[2]...اسد الغابہ ، باب حا اور سین ، جلد : 2صفحہ : 24-26۔

[3]...ترمذی ، ابواب : مناقب ، باب : مناقب حسن بن علی ، صفحہ : 855 ، حدیث : 3775۔