Book Name:Shaban-ul-Muazzam Ki Ahem Ebadaat

      پيرانِ پير غوثُ الاعظم دستګير شيخ عبد القادِر جِيلاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: هُوَ  شَہْرُ الصَّلَاۃِ عَلَی النَّبِیِّ يعني د شَعبان مياشت په خوږ مَدَني جانان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندې د دُرُود شريف وئيلو مياشت ده۔ ([1])

د آيتِ دُرُود مختصر وضاحَت

      اے د دُرُود شريف عاشقانو! دُرُود شريف يو جُدا عبادت دے، الله پاک د دې حُکم هُم د نورو عبادتونو په نِسبِت په جُدا انداز کښې ورکړے دے، چنانچه اِرشاد کيږي:

اِنَّ اللّٰهَ وَ مَلٰٓىٕكَتَهٗ یُصَلُّوْنَ عَلَى النَّبِیِّؕ-یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا صَلُّوْا عَلَیْهِ وَ سَلِّمُوْا تَسْلِیْمًا(۵۶) (پ ٢٢، الاحزاب : ٥٦)

[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان :  بے شکه الله او د هغه فرښتے دُرُود ليږي په هغه غيب ښودونکي (نبي) باندې، اے ايمان والؤ! په هغوئي دُرُود او ډير ډير سلام اوليږئ۔

      مشهور مُفَسِّر حَكِيمُ الاُمَّت حضرت مُفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې آېت نه لاندې فرمائي: قرآنِ کريم ډير احکامات ورکړي دي خو کله ئې هُم دا نه دي فرمائيلي چې مونږه هُم داسې کوو، فرښتے هُم داسې کوي اے ايمان والؤ! تاسو هُم داسې اوکړئ، صرف دُرُود شريف واحِد حُکم دے چې د دې د پاره ئې دا هر څه فرمائيلي دي۔ خبره دا ده چې د کوم څيز حُکم اهتمام سره ورکول وي نو بادشاه رِعايا ته وائي: مونږه هُم داسې کوو، زمونږ د حکومت ارکان (يعني وزيران، مُشِيران وغيره) هُم داسې کوي، اے رِعايا! تاسو هُم داسې اوکړئ!


 

 



[1]...غنیۃ طالبین ، مجلس فی فضل شہر شعبان ، جلد : 1 ، صفحہ : 342۔