Book Name:Shaban-ul-Muazzam Ki Ahem Ebadaat

ټولو ته توفيق رانصيب كړي. اٰمِیْن بِجَاہِ النَّبِیِّ الْاَمِیْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                        صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د درودِ پاك نه علاوه درې نور كارونه دي د كومو چې په شَعْبَانُ الْمُعَظَّم كښې د كولو خاص اَهَمِّيَّت او فضيلت دے. په هغې كښې دويم نيك كار تلاوتِ قرآن مجيد دے.

(۲) په شَعْبَانُ الْمُعَظَّم كښې  دويم اهم عبادت: تلاوت كول

     په بعضو رواياتو كښې د شَعْبَانُ الْمُعَظَّم نوم ”شَهْرُ الْقُرآن“ دے، په يو روايت كښې دي: شَعْبَانُ الْمُعَظَّم د الله پاك په دربار كښې عرض اوكړو: ياربّه! تا زه د دوو عظمت والؤ مياشتو (يعنې رجب او رَمَضان) په مينځ کښې کيښودي يم، زما د پاره څه دي؟ [الله پاک] اُوفرمائيل: ما په تا كښې تلاوتِ قرآن ايښودے دے. ([1]) حضرت اَنَس بِن مالِك رَضِیَ الله عَنْه د صحابۀ كرامو عَلَيْهِـمُ الـرِّضْوان معمول بيانوي، فرمائي: چې كله به شَعْبَانُ الْمُعَظَّم راغله نو صحابۀ كرام عَلَيْهِـمُ الـرِّضْوان به په ډيره توجه سره په تلاوتِ قرآن كښې مصروفه شول. ([2]) ځكه چې د شعبان مياشت شَهْرُ الْقُرآن (يعنې د تلاوتِ قرآن مياشت) هم ده، په دې وجه دې مباركه مياشت كښې کثرت سره د قرآنِ كريم تلاوت كول هُم پكار دي.

      سُبْحٰنَ الله! د تلاوتِ قرآن هُم څه ښكلے شان دے، * تلاوتِ قرآن افضل عبادت


 

 



[1]...لطائفِ مَعَارِف ، صفحہ : 186۔

[2]...لطائفِ مَعَارِف ، صفحہ : 186۔