Book Name:Shaban-ul-Muazzam Ki Ahem Ebadaat

رمضان کفَّاره ده۔([1])

      دا مُقَدَّسه او مبارکه مياشت مونږ له څنګه تيرول پکار دي؟ کوم کوم عبادتونه خاص طور په شَعْبَانُ الْمُعَظَّم کښې کيږي، د نن په بيان کښې به په دې باره کښې مونږه مَدَني ګلونه د اوريدلو سعادت حاصلوو، راځئ چې په وړومبي حديثِ پاک کښې بيان شوے ايمان تازه کوونکے حديث واورو:

د نيکو تَله څنګه دَرَنه شوه؟

      د حضرت عبدُالله بِن عُمَر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُمَا نه رِوايت دے چې په  غيبو خبرادار نبي، رسولِ هاشِمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د قيامت د ورځې خبر ورکوي، اِرشاد فرمائي چي: د قيامت ورځ به وي، حضرتِ آدم عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام به شِين لِباس اغوستے وي او د عرشِ اِلٰهى په سَوري کښې به تشريف فرما وي او ګوري به چې د هغوئي عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام په اولاد کښې څوک څوک جَنَّت ته بوتللے کيږي او څوک دوزخ ته غورزولے کيږي ۔ په دې کښې به د هغوئي نظر د آخري نبي مُحَمَّدِ عَـرَبِـی صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په يو اُمَّتي پريوځي چې فرښتو به هغه جَهنَّم طرف ته روان کړے وي، حضرتِ آدم عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام به آواز کړي: یَا اَحْمَدُ! یَا اَحْمَدُ! اے اَحمَد!اے اَحمَد! اللہ! اللہ! اے عاشقانِ رَسُول! هغه د قيامت سخته ورځ چې هر کس به د خپل ځان په فِکر کښې اخته وي، سَکه مور به هُم د اولاد نه ځان خلاصوي خو قربان شم! زمونږ د خوږ خوږ آقا مكِّـى مَدَنـى مُصطَفىٰ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه چې هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به په دغه سخت وخت کښې هُم زمونږ ګنهګارو د شفاعت او جَنَّت ته د بوتللو د پاره په ميدانِ مَحشر کښې موجود وي، د الله پاک بيشميره رحمتونه دِ وي زمونږ  په آقا و مَولٰی مكِّـى مَدَنـى مُصطَفىٰ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندې، چې کله حضرت آدم عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام د حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم يو اُمَّتي جَهنَّم ته


 

 



[1]...جامع صغیر ، صفحہ : 301 ، حدیث : 4903۔