Book Name:Shaban-ul-Muazzam Ki Ahem Ebadaat

روان اُووِيني نو غږ به اوکړي، حُضُور نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائي: زه به په جواب کښې اِرشاد اوکړم:  لَبَّیْکَ یَا اَبَا الْبَشَر اے د ټولو انسانانو والِد! :  لَبَّیْکَ ...! حضرت آدم عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام به فرمائي: دا ستاسو اُمَّـتِی دے، فرښتو جَهنَّم ته روان کړے دے، خوږ نبي مُحَمَّدِ عَـرَبِـی صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم چې د آدم عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام دا غږ واوري نو زر به د فرښتو خوا ته ورشي او فرمائي به: اے زما د ربّ فرښتو! اودريږئ.....!! فرښتے به عرض اوکړي: يا رَسُولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! مونږ فرښتے يُو او فرښتے د الله پاک نافرماني نه کوي، چې څه حُکم اوشي هغه کوي، چې دا واوري نو د اُمَّت غمخوار آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به خپله ګِيره مبارکه اُونِيسي او عرشِ اِلٰهى طرف ته به مخه کړي او عرض به اوکړي: اے زما ربِّ کريم! آيا ما سره دا وعده نه وه شوي چې د اُمَّت په معامله کښې به ما ته غم نه راکولے کيږي...؟ نو فرښتو ته  به حُکم اوشي: اَطِیْعُوْا مُحَمَّدًا يعني د مُحَمَّد صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمانبرداري اوکړئ!

      بيا به د نبـىِّ كريم  رَءُوْفٌ رَّحِيْم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په حُکم هغه بنده دوباره ميزانِ عمل ته راوستلے شي، د هغه اعمال به اُوتللے شي، شفاعت کوونکے مهربانه نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: زه به د خپل جيب نه د ګوتې د سر همره سپين کاغذ را اُوباسم او  بِسْمِ اللّٰه به اُووايم او د نيکو په تله [يعني چابړي] کښې به ئې کيږدم، د هغې په بَرَكت به د هغه کس د نيکو تَله دَرَنه شي۔

      چې څنګه د هغه کس د نيکو تَله دَرَنه شي نو په مَحشر کښې به يو شور جوړ شي: کامياب شو، کامياب شو، د ده د نيکو تَله دَرَنه کړے شوه، اوس دې جَنَّت ته بوځئ...!

      چې کله فرښتے هغه کس جَنَّت طرف ته روانوي نو هغه به عرض اوکړي: اے فرښتو! لږ اودريږئ! زه دې بزرګ ته څه عرض اوکړم! بيا به هغه عرض اوکړي: زما مور او پلار په تاسو قربان شه! ستاسو مخ مبارک څومره نُوراني دے، تاسو څومره اعلٰى اخلاق والا ئې، تاسو زما په اوښکو رحم اوکړو، زما ګناهونه مو په ربّ تعالٰى معاف کړل، تاسو څوک ئې؟