Book Name:Shaban-ul-Muazzam Ki Ahem Ebadaat

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! شَهْرُ الْقُرآن يعنې د شعبان مياشت راغلي ده، مونږ له پكار دي چې خاص طور وخت اوباسو او د قرآنِ كريم تلاوت اوكړو، ترجمۀ كنزُالايمان، ترجمۀ كنزُالعرفان، تفسير خزائنُ العرفان، تفسير نورُالعرفان، تفسير صِراطُ الْجِنان اولوَلو او په قرآن كريم د پوهه کيدلو کوشش اوکړو او د دې بركتونه حاصل كړو، خپله دُنيا هم بهتره كړو او د قبر او آخرت د بهترئ د پاره هُم كوشش اوكړو. حضرت عُمر بِن قيس رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يو نيك بُزرګ تير شوے دے، د هغوئي په باره كښې منقول دي چې د شَعْبَانُ الْمُعَظَّم مياشت به راغله نو هغوئي به خپل دُكان بند كړو او ځان به ئې د قرآنِ كريم د تلاوت د پاره فارغه كړو. ([1]) الله پاك دِ مونږ ته هم داسې توفيق رانصيب كړي.  آمِیْن بِجَاہِ النَّبِیِّ الْاَمِیْن  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                      صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

(۳) د شَعْبَانُ الْمُعَظَّم دريم اهم عبادت: نفلي روژے

     دريم اهم عبادت كوم چې په شَعْبَانُ الْمُعَظَّم كښې په خصوصيت سره كول پكار دي هغه د نفلي روژو كثرت دے. زمونږ خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د رَمَضانُ المُبارك نه پس د ټولو نه زياتې روژے په شَعْبَانُ الْمُعَظَّم كښې نيول خوښول. اُمُّ المُؤمِنِين حضرت عائشه صِدِّيقه رَضِیَ الله عَنْها فرمائي: ما حُضُورِ اَكرَم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د شَعْبَانُ الْمُعَظَّم نه زيات په بله مياشت كښې په روژو نيولو نه دے ليدلے، خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به سوا د يو څو ورځو نه [د شَعْبَانُ الْمُعَظَّم]  پورا مياشت روژے نيولې. ([2]) يو ځل د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ


 

 



[1]...لطائِفِ مَعَارِف ، صفحہ : 186۔

[2]...ترمذی ، کتاب : الصوم ، باب : ماجاء فی وصال شعبان برمضان ، صفحہ : 206 ، حدیث : 736۔