Book Name:Shaban-ul-Muazzam Ki Ahem Ebadaat

دے چې تر قيامته پورې د دِين بنياد قائم ساتلو والا امام حُسَين رَضِیَ الله عَنْهُ  دے.

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

دولسو ديني كارونو كښې يو ديني كار ”جُمات درس“

    خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د امامِ حُسَين رَضِیَ الله عَنْه په بركت، د ټولو صحابۀ، اهلِ بيت او د ټولو اوليائے كرامو په بركت اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰـہ د عاشقانِ رسول دِيني تحريك دعوتِ اسلامي د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د سُنَّتو فيضان عام كولو كښې مصروف دے، تاسو هم په خپل زره كښې په سُنَّتو باندې د عمل كولو جذبه رابيدارولو د پاره د دعوتِ اسلامي مدني ماحول كښې شامل شئ او د خپلو مصروفياتو نه وخت اوباسئ او د ذيلي حلقے په دولسو ديني كارونو كښې په اخلاص سره خپل كردار ادا كړئ او د ډيرو ثوابونو حقدار جوړ شئ. او خپل قبر و آخرت ښائسته كړئ. په دې دولسو ديني كارونو كښې يو ديني كار ”جمات درس“ هم دے. اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰـہ دعوتِ اسلامي سره وابسته لكونه عاشقانِ رسول د خپلو خپلو علاقو په جماتونو كښې د شيخِ طريقت، اَمِيرِ اهلِسُنَّت، حضرت علامه مولانا ابوبلال محمد الياس عطار قادري رضوي ضيائي دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ د قرآن و سُنَّت د فيضان نه مالامال كتابونو نه درس وركوي او د دِين پيغام عام كولو سعادت حاصلوي. اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰـہ د  جمات درس بےشميره ديني او دنياوي فائدے دي، *جُمات درس“ سره جماتونه آباديږي، * جُمات درس“ سره د انفرادي كوشش كولو موقع ملاويږي. * جُمات درس“ سره د لمُونځ كوونكو په شمير كښې اضافه كيږي. * د ”جُمات درس“ په بركت د نيكئ او خير خبرې زده كولو او نورو ته د زده كولو