Book Name:Shaban-ul-Muazzam Ki Ahem Ebadaat

      مُفتي صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نور فرمائي: په دې آيت کښې مسلمانانو ته خبردارے ورکړے شوے دے چې اے دُرُود شريف لوستونکو! دا سوچ مه کوئ چې ګنې زمونږه محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندې رحمتونه ستاسو په غوښتلو موقوف دي، يا زمونږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ستاسو د دُرُود حاجت مند دے، نه، نه، داسې بالکل نه ده، که تاسو دُرُود وائے او که نه، په هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندې زمونږ رحمتونه مسلسل وريږي، ستاسو پيدائش او ستاسو دُرُود شريف لوستل خو اوس دي، په هغوئي باندې د رحمتونو باران خو د هغه وخت نه وريږي چې د هغې څه سر نه دے معلوم، ستاسو په خُله دُعا کول ستاسو د خير د پاره دي۔ ([1])

خُدا مَدْح خواں ہے، خُدا مَدْح خواں ہے     مرے مصطفےٰ کا، مرے مصطفےٰ کا

خُدا کا وہ طالِب، خُدا اُس کا طالِب                         خُدا اُس کا پیارا، وہ پیارا خُدا کا([2])

                                               

الله پاک صفت کړي، الله پاک صفت کړي                 د مَدَني جانان، د مَدَني جانان

خُدائے هغه غواړي او هغه خُدائے غواړي              هغه ته الله ګران دے، او الله ته هغه ګران

 

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                                           صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د يو ځل دُرُود شريف وئيلو فضائل

      د اعلٰى حضرت والِد محترم مولانا نقي علي خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: په ټولو عبادتونو کښې زياته فائده ورکوونکي نيکي دُرُود شريف وئيل دي، صرف يو ځل دُرُود شريف وئيل د دُنيا نه او څه چې په دُنيا کښې دي د دې ټولو نه بهتر دي او د دواړو جهانو د پاره کافي دي۔  د حضرتِ سَيِّدُنا اَنَـس بن مالِك رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ  نه رِوايت دے چې د الله پاک آخري نبي، رَسُولِ هاشِمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: څوک چې زما د حق د تعظيم په وجه په ما


 

 



[1]...شانِ حبیب الرحمن ، صفحہ : 183-184۔

[2]...ذوقِ نعمت ، صفحہ : 57۔