Shaban-ul-Muazzam Ki Ahem Ebadaat

Book Name:Shaban-ul-Muazzam Ki Ahem Ebadaat

زمونږه معمول دے چې مونږه په بارګاهِ رسالت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم كښې ډير زيات  دُرود و سلام عرض كوو، د دې په بركت اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰـہ! مونږ ته په بيدارئ كښې د سركارِ مدينه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم زيارت نصيب کيږي. ([1])

جلوۂ یار ادھر بھی کوئی پھیرا تیرا                  حسرتیں آٹھ پہر تکتی ہیں رستہ تیرا

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! الله پاك دِ مونږ ته هم په كثرت سره د دُرُودِ پاك لوستلو سعادت رانصيب كړي. كثرت سره د دُرُود شريف نه څه مراد دے؟ چې هره ورځ څو ځله دُرُود شريف اولوستلے شي نو په كثرت كښې به شميرلے كيږي، د دې په باره كښې د عُلمائے كرامو مختلف اقوال دي: شيخِ طريقت، اَمِيرِ اهلسُنَّت، بانئ دعوتِ اسلامي حضرت علامه مولانا ابوبلال محمد الياس عطار قادري رضوي دامَتْ بركاتُهمُ العَاليَه په خپله رساله 72 نيك اعمال“ كښې هره ورځ كم از كم د 313 ځله دُرُود شريف لوستلو ترغيب وركړے دے. په نيك اعمال نمبر 8 كښې دي: آيا نن تاسو كم از كم 313 ځله دُرُود شريف لوستلي دي؟

     كه مونږ په 72 نيك اعمالو عمل اوكړو او هره ورځ كم از كم 313 ځله درود شريف لوستونكي جوړ شو نو د بعضې عُلماؤ په نِزد به اِنْ شَــآءالـلّٰـه! مونږه كثرت سره دُرود شريف لوستونكو كښې شمار شو. ياد ساتئ! 313 ځله دُرُود شريف لوستل په خپل ځائے اَهَمِّيَّت لري خو اوس د شَعْبَانُ الْمُعَظَّم مياشت ده. د آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مياشت روانه ده، د درُود شريف لوستلو خاص ورځې دي، اوس مونږ له پكار دي چې هر وخت مو په لاس كښې تسبيح نيولي وي او په ناسته ولاړه، ګرځيدو راګرځيدو، دُكان کښې، كور كښې، چې چرته يُو چې هر وخت دُرود شريف لولو، الله پاك دِ مونږ


 

 



[1]... اَفْضَلُ الصَّلوٰۃ ، صفحہ : 18-20۔