Book Name:Siddiq K Liay Khuda Aur Rasool Bus
ټول د الله پاك د پاره وو.
راځئ چې اوَّل د هغوئي څه تعارُف واورو او بيا به د هغوئي د ژوند د يو څو واقعاتو اوريدلو سعادت هُم حاصلوو.
اَمِیرِ اهلسنّت، حضرتِ علّامه مَولانا محمد الیاس عطّار قادِری دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ د خپلے رسالے ”عاشقِ اكبر“ په صفحه 3 كښے د حضرتِ سَيِّدُنا صديق اكبر رَضِیَ الله عَنْه په تعارُف كښے فرمائي: * د خَليفۀ اوَّل، اميرُ الْمُؤمِنِين حضرتِ سيِّدُنا صِدِّيقِ اَكبَر رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُ نوم عبدُالله رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُ او كُنيَت اَبُوبكر دے او صِدِّيق او عتِيق د هغوئي رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُ اَلقاب [يعني لقبونه] دي: سُبْحٰنَ الله ! د صِدِّيق معنٰى ده: ”ډير زيات رښتيا وئيلو والا“. هغوئي رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُ ته د جاهِليَّت په زمانه كښے دا لقب وركړے شوے وو ځكه چې هميشه به ئے رښتيا وئيل او د عتيق معنٰى ده: ”آزاد“. سركارِ عالي وَقار صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هغوئي رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُ ته دا زيرے اَورَولے وو چې: ”اَنْتَ عَتِيْقُٗ مِنَ النَّار يعني ته د دوزخ د اور نه آزاد ئے.“ ځكه د هغوئي رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُ دا لقب شو. (تارِيخُ الخُلَفاء ص٢٩) * هغوئي رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُ قُريشي دے او په وومه پيړئ كښے ئے شَجَره نَسَب د رَسُولُ الـلّٰـه صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خانداني شَجَرے سره يو ځائے كيږي. * سيِّدُنا ابوبكر صِدِّيق رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُ د عامُ الْفِيل[1] نه تقريباً دوه نيم كاله پس په مَكَّۀ مُكَرَّمه كښ پيدا شوے وو. * اميرُ الْمُؤمِنِين حضرتِ سيِّدُنا صِدِّيقِ اكبر رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُ هٰغه صحابي دے