Book Name:Siddiq K Liay Khuda Aur Rasool Bus

                             په تفسیر صِراطُ الْجِنان كښے د دے آیتِ کریمه نه لاندے دي: په دے آيت كښے چې څه فرمائيلے شوي دي دا په حقيقت كښے د يو مومِن ژوند بيان شوے دے چې د مسلمان ژوند، مرګ او عبادت و رياضت هر څه د الله پاك د پاره كيدل پكار دي. چې ژوند د الله پاك د رضا د كارونو د پاره وي او د ژوند مقصد د الله پاك د دِين سربلندي وي. هُم دغسے چې مرګ ئے د اِيمان په حالت اوشي او كه كيدے شي نو چې د كلمۀ حق د بُلندئ د پاره وي. هُم دغسے عبادت د شِركِ جَلي (يعني واضح شِرك) نه پاك كيدل خو بهرحال په ايمانياتو كښے داخل دي، خو پكار ده چې عبادت د شِركِ خَفي يعني رياكارئ نه هم پاك وي او خالص د الله پاك د رضا او خوشنودئ د پاره وي. (تفسیر صراط الجنان ، ۳ / ۲۵۸)

    [د اردو شعر دے په هغے كښے] چا څه ښكلي وئيلي دي چې:

میری زندگی کا مقصد تیرے دِیں کی سرفرازی               میں اسی لیے مسلماں میں اسی لیے نمازی

   [يعني بنده خپل ربّ تعالٰى ته عرض كوي چې: زما د ژوند مقصد ستا د دِين سربُلندي ده، زه د هُم دے د پاره مسلمان يم او د هم دے د پاره لـمونځ ګُزاره يم]

      خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! يقيناً چې د بنده ژوند مرګ، ناسته ولاړه، ګرځيدل، اوده كيدل او رابيداريدل الغرض!د ژوند ټول كارونه د الله پاك د رضا او خوشنودئ د پاره شي نو هغه بنده د الله پاك محبوب جوړ شي. كه مونږه په تاريخِ اسلام نظر واچوو نو داسے ډير شخصيات وو چې د هغوئي هر هر كار د رضائے اِلٰهي د پاره وو. خاص طور صحابه كرام عَلَيْهِمُ الرضْوان خو هغه مُقَدَّسے هستئ وے چې د هغوئي تربِيَّت