Book Name:Siddiq K Liay Khuda Aur Rasool Bus

بے سوچه ئے ايمان راوړو

     اے عاشقانِ صـديقِ اكـبر! د حضرت صديقِ اكبر رَضِیَ الله عَنْه د مبارک سیرت مطالعه که اوكړے شي نو داسے معلوميږي لكه هغوئي چې د خوږ آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هره خبره په پټو سترګو منله. بس د هغوئي رَضِىَ اللهُ  عَـنْهُ دا ذِهن وو چې د الله پاك خوږ رسول صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم چې څه فرمائي صرف هغه حق دي. تر دے پورے چې كله ورته آقا كريم صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د اسلام دعوت وركړو نو هُم هغوئي فوراً لَـبَّـيْـك اووئيلو او اِيمان ئے راوړو. داسے ښكاريدله چې د هغوئي رَضِیَ الله عَنْه زړه د مخكښے نه ايمان قبلولو د پاره بے قراره وو، بس صرف د اسلام د دعوت په انتظار وو او د عشقِ رسالت هٰغه شمع چې د روښانه كيدلو د پاره بے قراره وه، فوراً روښانه شوه. ځكه زمونږه او ستاسو خوږ نبـي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: ما چې كوم بنده ته هم د اسلام دعوت وركړے دے هغه څه نه څه وخت اخستے دے، لږ ډير غور و فكر ئے ضرور كړے دے، خو ابوبكر صديق هغه واحِده هستي ده چې كله ما هغوئي ته د اسلام دعوت وركړو نو هغوئي د هيڅ قِسمه تَرَدُّد (يعني شك او شُبهے) نه بغير، او د څه غوروفكر او سوچ كولو نه بغير فوراً كلمه اولوستله او اسلام كښے داخل شو.  (تاریخ مدینہ دمشق ، ۳۰ / ۴۴)

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! سوچ اوكړئ! د اسلام په ابتدائي دور كښے چې خلقو قِسما قِسم سازشونه كول، دين ته به ئے د نقصان رَسَوَلو كوششونه كول، او كه چا به ايمان راوړو نو د هغه دُښمنان به شو، او كه چا ته به د اسلام دعوت وركړے شو