Book Name:Siddiq K Liay Khuda Aur Rasool Bus

دولسو مدني كارونو كښے يو مدني كار ”هفته واره اجتماع“

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! ياد ساتئ! كه زمونږ د خوا و شا ماحول سازګار وي نو مشكل نه مشكل كار هم كيدے شي. لِهٰذا د ښه ماحول حاصلولو د پاره د دعوتِ اسلامي مدني ماحول كښے شامل شئ او د خپلو مصروفياتو نه وخت اوباسئ او د ذِيلي حلقے په دولسو مدني كارونو كښې په اخلاص سره خپل كردار ادا كړئ او د ډيرو ثوابونو حقدار جوړ شئ. او خپل قبر و آخرت ښائسته كړئ. په دے دولسو مدني كارونو كښې يو مدني كار ”هفته واره اجتماع“ هم ده. اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰـہ  د دے مدني كار بيشميره دنيوي او اُخروي فائدے دي. مثلاً * د هفته وارے اجتماع په بركت په جمات كښے د حاضرئ سعادت نصيب كيږي. * د هفته وارے اجتماع په بركت مسلمانانو سره ملاقات كيږي او د سلام سُنَّت عام كيږي. * هفته واره اجتماع د بيلمانځو د لمُونځ ګزاره جوړيدلو باعث جوړيږي. * د هفته وارے اجتماع په بركت د دعوتِ اسلامي مدني ماحول تعارُف او نيك نامي كيږي. * په هفته واره اجتماع كښے غوښتونكي دُعاګانے قبليږي. * په هفته وار اجتماع كښے د انبيائے كرامو عَلَيْهِـمُ السَّلام، صحابه كرامو عَلَیهِمُ الرِّضوَان او اوليائے كرامو عَلَيْهِمُ الرَّحمة  په سيرت مبارك باندے د سنتو ډك بيانونه كيږي. * هفته واره اجتماع كښے د شركت كوونكو په زړونو كښے د صحابه و اولياؤ محبت پيدا كيږي او د هغوئي په نقشِ قدم د تللو توفيق ورنصيب كيږي.