Book Name:Siddiq K Liay Khuda Aur Rasool Bus

بدبختو! هلاك شئ

     حضرت اَسماء رَضِیَ الله عَنْها چې د حضرت صديقِ اكبر رَضِیَ الله عَنْه مشره لور ده د هغے نه چا پوښتنه اوكړه چې د الله پاك خوږ رسول صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته مشركانو د ټولو نه زيات تكليف كله وركړے وو؟ نو حضرت اسماء رَضِیَ الله عَنْها اوفرمائيل: يو ځل مشركان په مسجدِ حرام كښے ناست وو او د نبي كريم صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم او دِينِ اسلام په باره كښے ئے خبرے كولے چې په دے كښے مصطفٰى كريم صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هم هلته تشريف راوړلو، مشركانو چې كله اوليدلو نو ټول ترينه راچاپيره شو او قِسما قِسم تپوسونه ئے ترينه شروع كړل، هغوئي به چې كوم تپوس كولو، آقا كريم صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د هغے حق جواب فرمائيلو، هغوئي اووئيل: تاسو زمونږ د خُدايانو متعلق فلانكئ فلانكئ خبرے كړي دي؟ خوږ آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: آو! كړي مي دي. په دے خبره هغوئي په خوږ آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندے رامنډے كړے او تكليفونه وركول ئے شروع كړل.

     يو كس په منډه منډه حضرت صديقِ اكبر رَضِیَ الله عَنْه پسے ورغلو او ورته ئے اووئيل چې ستا دوست مُحَمَّد (صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم) ته مشركان تكيفونه وركوي د هغوئي د مدد د پاره لاړ شه، هغوئي رَضِیَ الله عَنْه په منډه منډه مسجدِ حرام ته راغلو، او اوئې ليدل چې مشركانو نبـي كريم صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نيولے دے. هغوئي د راتلو سره اوفرمائيل: اے بدبختو! تاسو له دِ مرګ راشي، د دوئي (صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم) هُم دا قصور دے چې دوئي وائي چې زما ربّ الله دے. په دے وجه تاسو دوئي قتل كول غواړئ، چې څنګه ئے دا اُووئيل