Book Name:Siddiq K Liay Khuda Aur Rasool Bus
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د بيان په آخره کښې د سُنَّتو فضيلت او يو څو سُنَّتونه او آداب د بيانولو ثواب حاصلووم. تاجدارِ رِسالت، شَهَنْشاهِ نُبُوَّت صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائي: ’’چا چې زما سُنَّتو سره مَحَبَّت اوكړو هغه زما سره مَحَبَّت اوكړو او چا چې زما سره مَحَبَّت اوكړو هغه به جنّت کښې زما سره وي.‘‘ ([1])
سینہ تیری ُسنَّت کا مدینہ بنے آقا جنت میں پڑوسی مجھے تم اپنا بنانا
سِينه مې دِ شي جوړه د سنّتو مدينه خوږه آقا جنّت كښې مې خپل جوړ كړه ګاونډي خوږه آقا
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! راځئ چې! د اَميرِ اهلسنت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ رسالے ”101 مدنى پهول“ نه د سلام كولو سنتونه او آداب واورو:
(۱) مسلمان سره د ملاقات په وخت كښے هغه ته سلام كول سُنَّت دي.
(۲) د مَكْتَبَةُ الْمَدِينه كتاب بهارِ شريعت، جِلد3، حِصَّه16 صفحه459 كښے د ليكلي شوي شرعي مسئلے خُلاصه ده: ”د سلام كولو په وخت كښے په زړه كښے دا نِيَّت پكار دے چې چا ته سلام كووم د هغه مال او عِزَّت او پرده ټول زما په حِفاظَت كښے دي او زه په دے څيزونو كښے دَخل اندازي كول [كار لرل] حرام ګنړم.“ (٣) كه په ورځ كښے هر څو ځله ملاقات كيږي، كه د يوے كوټے نه