Book Name:Siddiq K Liay Khuda Aur Rasool Bus

عمر سے بھی وہ افضل ہیں وہ عثماں سے بھی ہیں اعلیٰ              یقیناً پیشوائے مرتضیٰ صدیقِ اکبر ہیں

نہ ڈر عطار آفت سے خدا کی خاص رحمت سے                نبی والے ترے مشکلکشا صدیقِ اکبر ہیں

(وسائل بخشش مرمم ، ص۵۶۵-۵۶۷)

 صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! راځئ چې! اوس د حضرت سَيِّدُنا صديقِ اكبر رَضِیَ الله عَنْه كَرامت واورو:

په طعام كښے بركت

    د اَمِيرُ المُؤمِـنِين، حضرتِ سَيِّدُنا ابوبكر صديق رَضِیَ الله عَنْه مشر ځوئ حضرت عبدُالرحمان رَضِیَ الله عَنْه بيان فرمائي چې: يو ځل حضرتِ سَيِّدُنا ابوبكر صديق رَضِیَ الله عَنْه د دربارِ رِسالت درے ميلمانه ځان سره راوستل او پخپله د خوږ آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خدمت كښے حاضر شو او په خبرو كښے مصروف شو تر دے چې د ماښام طعام ئے د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره اوخوړلو او د شپے ډير ناوخته بيرته كورته راغلو. د هغوئي بي بي عرض اوكړو: تاسو خپل كور ته ميلمانه را اوغوښتل نو بيا چرته لاړئ؟ حضرتِ سَيِّدُنا ابوبكر صديق رَضِیَ الله عَنْه اوفرمائيل: آيا تاسو تر اوسه پورے په ميلمنو ډوډئ نه ده خوړلي؟ هغے عرض اوكړو: ما هغوئي ته طعام پيش كړے وو خو هغوئي د كوربه نه بغير د طعام خوړلو نه انكار اوكړو. دا ئے چې واوريدل نو هغوئي رَضِیَ الله عَنْه خپل صاحبزاده حضرت عبدُ الرحمان رَضِیَ الله عَنْه  نه خفګان ښكاره كړو او بيا ميلمنو سره